لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن او د نړۍ سلګونه نور مشران د ملکه الېزابټ د جنازې مراسمو کې ګډون دپاره لندن ته رسېدلي


واشنگټن - د امریکې صدر جو بایډن او مېرمن یې جېل بایډن د نړۍ د سلګونو نورو مشرانو او زرګونو نورو کسانو ترڅنګ لندن ته تللي چې د برطانیې د مړې شوې ملکې الېزابټ جنازې ته درناوی پرځای کړي.

ټاکل شوې ده چې د ملکه الیزابټ د ښخولو مراسم د ګل/دوشنبې په ورځ ترسره شي او د دې دپاره د نړۍ له بېلابېلو ملکونو نه سلګونه مشران لندن ته رسېدلي چې د امریکا صدر جو بایډن هم په کې شامل دی.

ملکه الېزابټ د سټمبر په ۸مه نېټه د ۹۶ کالو په عمر د نړۍ نه سترګې پټې کړې او دا څو ورځې کیږي چې جنازه یې د عوامو دپاره کېښودل شوې چې هلته خلک ورسره وروستۍ مخه ښه او احترام وکړي. دې کار دپاره زرګونه برطانویان په لندن ښار کې اوږده قطارونه جوړ کړي او شپه و ورځ انتظار باسي چې وکړی شي د ملکې د جنازې مخې نه تېر شي.

د نړۍ مشرانو هم د اتوار/یکشنبې په ورځ د لندن لنکسټر هاوس ته ولاړل چې د ملکې په مړینې خپل خفګان څرګند کړي.

د اسټرېلیا وزیراعظم انټني البنیزي چې ملک یې د کامنوېلټ ممبر ګڼل کیږي، پخپل پیغام کې وویل: "دا د خفګان موقع ده، خو همدا راز د ژورې شکرګزارۍ وخت هم دی. د اسټرېلیا خلک د ملکې الېزابټ ۲ د ژوندانه د خدمت شکریه ادا کوي، داسې یو ژوند چې د کورنۍ، ملک، او کامنوېلټ په وړاندې ژمنتیا په کې وه."

کامنوېلټ یو داسې تنظیم دی چې ۵۶ ملکونه په کې شامله دي او اکثره یې د برطانیې پخوانۍ مستعمرې دي چې مخکې یې مشره ملکه الېزابټ وه او اوس یې مشر پاچا چارلز-۳ دی.

د سبا ورځې د رسمي مراسمو نه وړاندې، تمه کیږي چې صدر بایډن او مېرمن یې جېل بایډن به نن د اتوار/یکشنبې په ورځ هم د لندن په وېسټ مېنسټر هال کې چې د تېرې چهارشنبې ورځې راهیسي د ملکې مړی هلته کېښودل شوی، هغې ته خپل درناوی څرګند کړي. د برطانیې نوی پاچا به نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د جګپوړو مېلمنو دپاره په ریاستي کچه د یوې شانداره استقبالیه مېلمستیا کوربه وي.

د برطانیې پاچا د نورو مشرانو ترڅنګ، د سعودي عرب ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ته هم د ملکې د جنازې په دستوره کې د برخې اخیستو بلنه لېږلې ده چې په دې بلنې باندې ځینو تنقیدونه کړي دي. محمد بن سلمان باندې دا تور دی چې په ۲۰۱۸ کال کې د هغه په امر، صحافي جمال خاشقجي ووژل شو.

بل اړخ ته د برطانیې د ملکې د مړي ښخولو دستورې ته د روس، بلاروس، شام، افغانستان، او وېنزوېلا نه څوک ندي بلل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG