لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوات او کورمه کې د امن دپاره لاريونونه او مظاهرې شوي


په سوات کې د امن دپاره مظاهره
په سوات کې د امن دپاره مظاهره

د خېبرپښتونخوا په سوات او کورمه ضلع کې د امن دپاره لاريونونه او مظاهرې شوي، لاريون کوونکو او مظاهره چیانو ويلي يوه د امن غوښتنه کوي.

يادې مظاهرې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ [18 ستمبر] شوي دي.

په سوات کې د قومي جرګې د سيوري لاندې د مينګورې په نشاط چوک کې مظاهره راجوړه شوې چې پکې د سياسي ګوندونو سره پښتون ژغورنې غورځنګ او عامو خلکو په ګڼ شمېره کې ګډون کړی دی.

مظاهره چيانو په لاسونو کې بېنرې نيولې چې پرې ليکل شوي وو، مونږ امن غواړو.

مظاهرې ته په وېنا کې د سوات قومي جرګې مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند جنرل سيکرټري مختار خان يوسفزي وويل، د پاکستان د ايين ترمخه د رياست زمه واري ده چې خپلو خلکو ته به د سر او مال حفاظت ورکوي، دوی د پاکستان نه د امن غوښتنه کوي چې په سوات کې امن په ځای کړي.

هغه تور ولګوو چې سوات ته وسله وال راوستل شوي دي او زیاته يې کړه که څوک راځي او په خپل کور کلي کې په امن پاتې کیږي د سوات قومي جرګه او څوک پرې هم اعتراض نه لري خو چې په امن اوسيږي.

نوموړي په صوبه کې په واکمنه ګوند پاکستان تحريک انصاف هم نيوکې وکړې چې د صوبې اعلا وزیر [محمود خان] او نور وزیران د سوات سره تعلق لري خو دوی په سوات کې په بدامنۍ غلي دي.

د عوامي نيشنل ګوند د سوات صدر ايوب خان اشاړي وويل، دوی د سوات د انتظامیې نه پوښتنه کوي چې خپل دريځ په ډاګه کړي که د وسله والو مقابله نه شي کولی نو چې بيا د سوات خلک خپله تګلاره جوړه کړي.

هغه وويل، دوی به په سوات کې وي ځکه په سوات کې يې حجره، جومات، قبر او مقبره ده نه مخکې چاته سوات پرېښودی دی او نه به يې اوس پرېږدي.

هغه زیاته کړه د سوات خلک به د پارټو نه بالاتر د قام په توګه راپاڅي مېدان ته به را ووځي.

له دې وړاندې هم په تيرو څو ورځو کې په سوات کې د امن دپاره احتجاجونه او مظاهرې شوي دي.

دا مظاهرې په داسې حال کې شوي چې په وروستیو کې په سوات کې په يوه بمي چاودنه کې د امن کمېټۍ مشر ادريس خان سره اته کسانو وژل شوی او بيا د امن کمېټۍ يو غړی هم په وسله وال بريد کې وژل شوی وو. تحریک طالبان پاکستان د دغو بريدونو زمه واري منلې وه.

د اګست په مياشت کې د خېبرپښتونخوا پوليسو او پوځ منلي وو چې د سوات په غرونو کې د افغانستان نه بيرته راغلي وسله وال ليدل شوي خو چاته به د امن خرابولو او ترهګرۍ اجازه ور نه کړي.

په کورمه کې هم د علاقې خلک د سدې بازار ته راټول شوي د کاران امن په نوم يې لاريون کړی او د امن غوښتنه يې کوله.

د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د تيرو څو ورځو نه د امن دپاره لاريونونه او احتجاجونه دوام لري دا په داسې حال کې چې په صوبه کې يو ځل بيا د بدامنۍ پېښې کېدل سېوا شوي دي.

په صوبه کې په وروستيو کې په پوځ، پوليسو او د امن کمېټۍ په غړو د زياترو بريدونو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

په صوبه کې خلک د تحریک انصاف په حکومت نيوکې کوي چې حکومت د بدامنۍ په پېښو غلی پاتې دی.

خو دوه ورځې [په 17 ستمبر] د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په چارسده کې د خپل ګوند جلسې ته په وېنا کې ويلي، د صوبې پوليس د امنيت دپاره هڅې کوي خو مرکزي حکومت دې په دې لړ کې خپل کردار ادا کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG