لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزير ضمانت منظور شوی خو لا هم په روغتون کې داخل دی


Ali Wazir 1
Ali Wazir 1

د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير ضمانت منظور شوی خو نوموړی اوس هم په روغتون کې داخل دی درملنه يې روانه ده، د پي ټي اېم مشران وايي د ضمانت په عمل سر ته رسولو يې هم کار روان دی.

په 13 ستمبر د کراچۍ د ترهګرۍ ضد 12 نمبر عدالت د علي وزير ضمانت منظور کړی وو.

د نوموړي د وکيل قادر خان اېډوکېټ په خبره دغه مقدمه چې د علي وزير پکې ضمانت منظور شوی دا د نوموړي په ضد په کراچۍ کې جوړه معلومه څلورمه او وروستۍ مقدمه وه چې ضمانت يې پکې منظور شوی دی.

له دې وړاندې په درېو مقدمو کې د نوموړي ضمانتونه منظور شوي وو، په يوه مقدمه کې يې د پاکستان سپريم کورټ، په بله مقدمه کې د سيند هايکورټ او درېمه کې يې ټرايل کورټ ضمانتونه کړي وو.

نوموړی د کال د 2020 نه د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

علي وزیر د نهم ستمبر نه د کراچۍ په جناح روغتون کې داخل دی درملنه يې روانه ده.

د پي ټي اېم د کراچۍ مشر نور الله ترين وايي، د علي وزیر صحت په ښه کېدو دی کوم د خېټې د درد تکليف چې ورته جوړ شوی وو هغه ډېر ښه شوی دی.

وي او اې ډیوه ته نوموړي ويلي، ډاکټران د علي وزير يو ټېسټ يا معاينه کوي په هغې کې به نورې څلور ورځې وخت لګي، ښايي د هغې پورې نوموړی په روغتون کې وي.

نوموړي زياته کړه، بل لور ته د علي وزير د ضمانتونو د عمل په پوره کولو کار روان دی ضمانتي مچلکې جمع کولی شي.

هغه وويل چې دغه عمل سرته ورسي هغه به بيا جېل ته وړي او علي وزیر به خوشی شي.

د عدالتي مچلکو يا شورټي بانډز په اړه د هايکورټ بار وکیل رحیم بیټنی وایي دا عدالت د یو تن په عدالت کې د بیا پیش کولو د پاره د ضمانت په توګه لګوي.

هغه وویل عدالت چې د یو لک روپو نه کم شورټي بانډز ولګوي د هغې ضمانت د یو یا دو تنو په ساده شناختي کارډ یا د ټیلي فون یا بجلۍ بلونو سره هم کیږي خو چې د یو لک روپو نه شورټي بانډز بره ولګي بیا په عدالت کې د ضمانت په توګه هغه پیسې یا د هغې برابر دجایداد د ملکیت کاغذونه جمع کول وي.

د هایکورټ بل وکیل بخت نیاز وايي عدالت دا دې پاره لګوي چې د چا ضمانت یې ورکړی وي چې هغه بیا په ټاکل شوي وخت عدالت ته حاضر شي.

هغه وویل د ضمانت دا پیسې تر هغه وخته عدالت سره وي ترڅو چې یې مقدمه روانه وي او که عدالت کې دا کېس بایلي او که ګټي تر هغې وروسته بیا ضامن ته دغه شورټي بانډز بېرته ورکړل کیږي خو که دې دوران کې عدالت ته دا کس وړاندې نه شي او پټ شي بیا عدالت دا رقم ضبط کړي.

د علي وزير په ضد دا وخت په کراچۍ کې کومه بله مقدمه نشته خو د روان کال جنورۍ په مياشت کې د سيند صوبايي حکومت ته د کراچۍ د مرکزي جېل سپرنټنډنټ ته ويلي وو، د کال 2020 په قضيه کې د علي وزیر پهضد د شمالي وزیرستان د اډيشنل سيشن جج په عدالت کې د لوډ سپيکر د قانون د سرغړونې لاندې مقدمه روانه ده، هغه دې هلته ولېږل شي او دلته به يې د قضيو اورېدنه د ويډیو لنک د لارې کولی شي.

سرچينې وايي په دغه مقدمه کې د خېبرپښتونخوا نه په علي وزیر پسې کراچۍ ته پولیس رالېږل کيږي چې هغه په دغه مقدمه کې هلته بوځي، خو چارواکو او پي ټي اېم په رسمي ډول د دې خبرې تاييد نه دی کړی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG