لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران کې د مهسا امیني په وژنې د خلکو ویر - د بازخواست دپاره مطالبې په زیاتېدو دي


واشنګټن - د ایران په مختلفو ښارونو کې خلک لارو کوڅو ته راوتلي او د یوې دوه ویشت کلنې جینۍ سره د مذهبي پولیسو د رویې په اړه یې احتجاجونه پیل کړي دي. ۲۲کلنه مهسا امیني په دې خاطر چې ګني سم حجاب یې نه و کړی، د ایران مذهبي پولیسو لخوا ګرفتاره شوی وه او تېره هفته مړه شوه، چې اکثره یې د مرګ قصور واره، مذهبي پولیس ګڼي.

د مهسا امیني په حق کې په سرښار تهران، مشهد، اصفهان، او همدا شان په کرد مېشته ښارونو لکه مارېوان، دیوان دره، او د مهسا پلرني ښار سقز کې احتجاجونه شوي دي. احتجاج کوونکو نعره بازۍ کولې، او په ځینو سیمو کې یې لارې بندې کړې وې. هغو د مهسا امیني دپاره د انصاف غوښتنه کوله.

د دې احتجاجونو لړۍ د ایران نه بهر هم وتلې ده. د کېنېډا په ټورنټو ښار کې مظاهره کوونکو د مهسا امیني تصویرونه پورته کړي و او په بېنرونو یې لیکلي و چې څومره نور کسان به داسې مړه شي؟

مهسا امیني د سپټمبر په ۱۳مه په تهران کې ونیول شوه او چارواکو درې ورځې وروسته د هغې د مرګ اعلان وکړ.

پولیسو دا خبره رد کړې ده چې ګني په هغې باندې تشدد شوی دی. پولیس وایي، په مهسا د زړه دوره راغله او د دې وجې مړه شوه. مګر د هغې کورنۍ وایي چې مهسا هېڅ کله د زړه کوم مرض نه درلود او د نیول کېدو مخکې، جوړه تیاره وه.

د ایران نه په سوشل مېډیا باندې راوتلو تصویرونو کې لیدل کیږي چې ځینو احتجاج کوونکو په قهر او غوسې سره خپل پړوني د سره اېسته کړي دي
د ایران نه په سوشل مېډیا باندې راوتلو تصویرونو کې لیدل کیږي چې ځینو احتجاج کوونکو په قهر او غوسې سره خپل پړوني د سره اېسته کړي دي

د مهسا پلار، امجد امیني د وي او اې پاړسي څانګې ته وویل، چارواکو ټینګار کاوه چې هغه دې د ځنډ بغیر، په فوري توګه خاورو ته وسپارل شي، او چې کله یې کورنۍ جنازه اخېستله، نو دوی ته یو تابوت وښودل شو چې تړل شوی و او منځ کې یې جسد و.

امجد امیني زیاته کړه: "هېڅ نه پوهېږم چې هغو د جسد سره څه وکړل؟"

د ایران صدر ابراهېم رئیسي د تحقیقاتو امر کړی، او د ایران عدالتي نظام ویلي چې دوی تحقیقات پیل کړي دي.

امجد امیني وي او اې پاړسي سروس سره خبرو کې وویل، هغه د ایران حکومت په وعدو باور نلري، او د هرچا غواړي چې د حکومت نه د بازخواست مطالبه وکړي.

ښاغلي امیني زیاته کړه: "زه مطمین یم چې هغوی ما ته دروغ وایي، ځکه زما د لور جسد اوس نشته. هغه بیا نه راژوندۍ کیږي. زه صرف غواړم چې دا کار د بل هېچا سره ونشي."

نړېوال فشار

د مهسا امیني د مړينې نه څو ورځې پس، د ایران نه دباندې هم د بازخواست دپاره غږونه اوچت شوي دي. د امریکا په لاس انجلس ښار او همدا شان په سرښار واشنګټن ډي سي کې د ایران سفارت سره نږدې احتجاجونه شوي دي.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلنکن د ګل/دوشنبې ورځې په ماښام په ټوېټر باندې ولیکل: "مهسا امیني باید نن ژوندۍ وای، خو د امریکا او ایران خلک یې نن د مړینې ماتم نیسي. مونږ د ایران په حکومت غږ کوو چې په ښځو باندې سیسټماټیک ظلم او ستم ختم کړي او پرامنه احتجاجونو ته اجازت ورکړي."

د امریکا د کانګرس غړی مایکل مککال، د وي او اې پاړسي سروس ته په یو بیان کې ویلي چې: "د جامو د څرنګوالي په سر د ایران د مذهبي پولیسو په لاس د مهسا امیني مړینه ډېره د غصې خبره ده. هر هغه رژیم چې خپلو وګړو سره دغه شان ټیټه رویه کوي، باید د سنجیده نتایجو سره مخامخ شي."

مذهبي پولیسو مهسا امیني په دې خاطر ګرفتاره کړې وه چې ګنې پړونی یې نه و په سر. وروسته هغه په هسپتال کې بستري شوه او بیا مړه شوه
مذهبي پولیسو مهسا امیني په دې خاطر ګرفتاره کړې وه چې ګنې پړونی یې نه و په سر. وروسته هغه په هسپتال کې بستري شوه او بیا مړه شوه

د امریکا په سنېټ کې د خارجه چارو کمېټې مشر سنېټر باب مېننډېز هم په یو ټویټ کې ویلي چې "د حجاب په اړه د ایران د سختدریځه قانون لاندې" د مهسا امیني په ګرفتاره کېدو او وژل کېدو سخت خفه دی.

سنېټر مېننډېز زیاته کړې ده چې: "د مذهبي پولیسو دا وحشتناکه اقدامات، صرف تازه مثالونه دي چې د ایران رژیم څنګه په تباه کنه توګه ښځې او خپل ټول شهریان چقوي."

مذهبي پولیسو په خلکو باندې داسې ډول جامې اغوستل جبري ګرځولي دي چې ښځې باید په عامه ځایونو کې هرو مرو دوپټې پر سر کړي.

د فرانس خارجه وزیر هم د مهسا امیني مړینه "ډېره زیاته د حیرانتیا وړ" بللې او په ایران یې ټینګار کړی دی چې "شفافه تحقیقات" دې ترسره کړي.

د یورپي اتحاد د خارجه پالیسۍ د مشر جوسپ بورېل یو ترجمان په خپل بیان کې ویلي، مهسا امیني ته چې څه ورپېښ شوي، هغه "د نه منلو وړ دي او د دې قتل د عاملینو نه باید بازخواست وشي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG