لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خېبر: باړه کې په وسله وال بريد کې قبايلي مشر وژل شوی


وژل شوی قبایلي مشر منصف علي خان افريدی

د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې د باړې په بر قمبرخېل کې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې قبايلي مشر منصف علي خان افریدی او يو لاروی وژل شوي او د قبايلي مشر وراره پکې ژوبل شوی دی.

د خېبر د پوليسو په وېنا دغه پېښه پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ ناوخته په سم غاښي علاقه کې شوې ده، د منصف افريدي په موټر نامعلومه وسله والو ډزې کړي دي.

د پوليسو په وېنا په ډزو کې يو لاروی په ځای وژل شوی منصف افريدی او وراره يې ژوبل شوي او منصف بيا وروسته په روغتون کې ژوندد لاسه ورکړی دی.

قبايلي مشر منصف افريدی په داسې حال کې په هدف شوی چې هغه پرون په پېښور کې د خېبر ضلعې سره تعلق لرونکو سياسي، قومي او مذهبي مشرانو د خېبر قومي جرګه کې د ګډون نه بيرته کور ته روان وو.

په ياده جرګه کې ګډون والو ويلي، دوی به نور په سيمه کې قامي لښکرې يا د امن کمېټۍ نه جوړوي.

د جرګې ګډون والو زياته کړې چې په سيمه کې بيا وسله وال فعاليتونه پېل شوي، هدفي وژنې کيږي او د خلکو نه بهتې/ يا قلنګ اخستل کيږي.

منصف افريدی چې په وسله وال بريد کې وژل شوی، هغه وړاندې جرنلسټ او بيا د امر باالمعروف نومې وسله واله ډلې غړی هم پاتې شوی او ويل کيږي اوس د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره وو.

په منصف افريدي وړاندې هم بریدونه شوي او په کال 2010 کې په يوه چاودنه کې په يوه پښه معذوره شوی وو. ویل کيږي هغه چې د کومې وسله والې ډلې سره ملګری پاتې شوی په دغه ډله د خپلو ګڼو مخالفينو د وژلو تورونه هم دي.

پوليس وايي د پېښې پلټنې کوي چې دا هدفي پېښه ده که انتقامي کارروايي ده. د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د امن دپاره لاريونه او مظاهرې پېل شوي دي.

روانه میاشت په سوات کې په يوه چاودنه کې د امن کمېټۍ مشر ادريس خان سره د اته کسانو وژل شوی او په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی غړی وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

تحریک طالبان پاکستان دغه زمه وارۍ په داسې حال کې منلي چې يادې ډلې د مې د میاشتې راهسې ډز بندي کړې او دغه ډز بندي د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د نامعلومه وخته پورې غځول شوې او تراوسه پورې نه خو ټي ټي پي او نه د پاکستان حکومت د ډز بندۍ ختمولو او مذاکراتو ختمېدو په اړه څه ويلي دي.

[په دې خبر کې ځینې معلومات د ډیوه خبریال ابراهيم شينواري شريک کړي دي].

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG