لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران حکومت د برطانیې او ناروې سفیرانو ته احتجاج کړی دی


واشنګټن - په ایران کې د پراخو مظاهرو لړۍ روانه ده او د ایران حکومت په مغربي رسنیو کې د دې مظاهرو د رپوټونو په اړه ناخوښی دی. پس د هغه چې ۲۲ کلنه مهسا امیني د بدحجابۍ په تور د ایران مذهبي پولیسو په قید کې مړه شوه، د حکومت خلاف په بېلابېلو ښارونو کې پراخ احتجاجونه پیل شول چې تر اوسه لسګونه کسان په کې مړه شوي دي.

د ایران نیمه سرکاري خبري ادارې – اېرنا – د اتوار/یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د هغه هېواد حکومت په برطانیې او ناروې د ایران په چارو کې د مداخلت او داسې خبري رپوټونو د جوړولو تور لګولی چې د دوی په باور، دښمني ګڼل کیږي.

په دې اړه د ایران خارجه وزارت د خالي/شنبې په ورځ د برطانیې او ناروې سفیران وربللي او خپل رسمي احتجاج یې ورته څرګند کړی دی.

د ایران چارواکو په لندن کې د مېشتو پاړسي ژبې رسنیو یادونه کړې، په هغو یې الزام لګولی چې ګنې "د دښمنۍ ډکه رویه" کوي. همدا راز یې د ناروې سفارتکار ته شکایت کړی چې ولې د هغه ملک د پارلېمان سپیکر پخپل ټویټر باندې د احتجاج کوونکو ملاتړ څرګند کړی دی.

د یوې هفتې نه زیات وخت تېر شو چې په ایران کې د کردۍ جېنۍ مهسا امیني په مړینه باندې دا مظاهرې پیلې شوي دي. دا څو کاله کېدل چې په ایران کې دومره لویې مظاهرې نه وې لیدلی شوې.

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان د امریکا اې بي سي ټلوېژن (ډېس ويک) پروګرام ته د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د ایرانیانو د دې پراخو مظاهرو څرګنديږي چې هغوی ته باید حقونه یې ورکړل شي او په درنه سترګه ورته وکتل شي. جېک سولېوان دا هم وویل چې امریکا د دې احتجاج کوونکو ملاتړ کوي. د هغه وینا ده چې امریکا د هغو خلکو ترڅنګ ولاړه ده کوم چې خپل د حق اخېستو دپاره دریږي.

د ایران په دې تازه مظاهرو کې ځینو ایراني ښځو د عوامو په مخ کې خپلو دوپټو ته اور اچولی، خپل وېښتان یې پرې کړي، او د ملک مذهبي مشر آیت الله علی خامنه اي په ضد یې شعارونه ورکړي دي.

حکومتي رسنۍ په ایران کې وایي چې تر اوسه د څلوېښتو زیات کسان په مظاهرو کې مړه شوي دي
حکومتي رسنۍ په ایران کې وایي چې تر اوسه د څلوېښتو زیات کسان په مظاهرو کې مړه شوي دي

د ایران سرکاري ټلوېژن خبر ورکړی چې په دې لړ کې تر اوسه یو څلوېښت (۴۱) کسان مړه شوي دي. حکومت د دې دپاره چې په لارو کوڅو کې د اورونو د بلېدو، او د پولیسو او احتجاج کوونکو ترمنځ د نښتو تصویرونه او خبرونه خپاره نشي، انټرنېټ او موبایل سرویسونه یې ډېر محدود کړي دي.

ایراني چارواکو دا هم ویلي چې په وروستیو ورځو کې هغه ملک کې د بنکونو دوولس (۱۲) دفترونه ویجاړ شوي او ۲۱۹ د اې ټي اېم (د پېسو راایستلو مشینونه) هم وران شوي دي.

د 1500tasvir په نوم د مدني فعالانو یو ټوېټر اکاونټ د خالي/شنبې ورځې ماښام داسې تصویرونه خپاره کړل چې د سرښار تهران په ستار خان سیمه کې راغونډ شوي مظاهره چیان ښيي او هغوی وایي: "مه یرېږئ، مونږ ټول سره يوځای یو." او ددې مظاهره چیانو ترڅنګ د پولیسو یو موټرسېکل ښکاري چې اور یې اخېستی دی.

په سوشل مېډیا باندې یوه بله خوره شوې وېډیو کې بیا ښکاري چې ځوانان په شمالي ښار، بابل کې د یو پوهنتون دروازې مخې ته راغونډ شوي او کوشش کوي چې د خامنه اي او آیت الله خمیني تصویرونه راغوروځوي. دې ځوانانو د آمریت خلاف نعره بازۍ هم کولې.

د ایران صدر ابراهېم رئیسي وایي هغه امر کړی چې د مهسا امیني د ګرفتارۍ او بیا مړه کېدلو د څرنګوالي په اړه دې تحقیقات وشي.

رئیسي چې تېره هفته په نیویارک کې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلې ته وینا وکړه، هغې کې یې د مهسا امیني هېڅ یادونه ونکړه. مګر هغه دا تور ولګاوه چې ګني په نورو ملکونو، په شمول د امریکا کې د بشري حقونو خلاف ورزۍ کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG