لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس ته د امریکا خبرداری: په اوکراین به اېټمي حمله تباه کنه نتایج ولري


واشنګټن - امریکا روس ته خبرداری ورکړی چې که په اوکراین باندې اېټمي حمله وکړي، نو دا کار به "تباه کن نتایج" ولري. دا خبره د امریکا د صدر جو بایډن د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان د اتوار/یکشنبې په ورځ وکړه.

سولېوان چې د اې بي سي ټلوېژن ډېس ویک پروګرام کې خبرې کولې، وویل، امریکایي چارواکو په خصوصي توګه د روس چارواکو ته ویلي چې که د روس صدر ولاډیمیر پوټین د کومې اېټمي حملې امر وکړي، نو بایډن به "فیصله کنه ځواب" ورکړي، مګر دا یې واضحه نکړه چې د امریکا ځواب به څه وي؟

سولېوان دا هم وویل چې امریکا به د روس سره په لفظي شخړو کې ګېر رانشي.

د امریکا له اړخه دا خبرې په داسې وخت کې مخې ته راځي چې صدر پوټین تېره هفته د یوې اېټمي حملې امکان ته اشاره وکړه او تر درې لاکهو پورې احتیاطي اضافي عسکرو د رابللو امر یې وکړ چې په اوکراین کې جګړې ته ولاړ شي. د اوکراین د جګړې دا دی اوومه میاشت ده او داسې ښکاري چې روس په کې د کمزوره کېدو په حال کې دی. په دې وروستیو کې اوکرایني ځواکونو د خپل ملک پراخې سیمې د روسانو نه بېرته آزادې کړي کوم چې روسانو د جګړې په لومړنیو هفتو کې قبضه کړې وې.

د پوټین لخوا د احتیاطي اضافي عسکرو د رابللو فیصلې نه پس، په روس کې احتجاجونه وشول او پولیسو د ماسکو او نورو ښارونو په لارو کوڅو کې سلګونه مظاهره چیان نیولي دي.

ډېری روسان چې په اوکراین کې د پوټین د جنګ خلاف دي او یا په جګړه کې د وژل کېدو نه ېرېدل، سمدستي نورو ملکونو ته وتښتېدل او ځینو نورو بیا د جورجیا او فېنلنډ او نورو ملکونو په لارو باندې ګاډو کې انتظار دي چې له ملکه ووځي.

د روس حکومت اوس مهال په دې هم مشغوله دی چې د اوکراین په څلورو علاقو کې کوم چې په پوره او یا عرضي توګه د دوی په قبضه کې دي، د پنځو ورځو مبینه رېفرانډمونه یا عام پوښتنې ترسره کړي، کوم کې چې اټکل کیږي ځایي خلک د روس سره د يوځای کېدو په حق کې ووټونه ورکړي او په دې به ماسکو ته دا بهانه حاصله شي چې د دغو نویو علاقو دفاع وکړي. په ځینو برخو کې د روس عسکر کور په کور ګرځي او د ټوپک په زور اوکرایني وګړي ووټ ورکولو ته مجبوره کوي.

مګر اوکراین، امریکا، او د هغو مغربي اتحادیان دغه رېفرنډمونه ټول جعلي ګرځوي چې هېڅ کوم قانوني حیثیت نلري. د روس له اړخه د اوکراین د هرې سیمې یوځای کېدل به په نړېواله کچه په رسمیت ونه پېژندلی شي.

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان وویل چې د خلکو نه دا ډول ووټ اخېستل په یقین سره د روس د قوت یا صلاحیت نښه نشي ګڼل کېدلی.

بل اړخ ته د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي د سي بي اېس نیوز ټلوېژن د فېس ډې نېشن پروګرام سره په یوه مرکه کې چې د اتوار/یکشنبې په ورځ خوره شوه، وویل، هغه اوکرایني وګړي کوم چې د روسانو په دې رېفرنډم کې برخه نه اخلي، د روسي عسکرو له خوا سخت کړول کیږي.

زېلنسکي زیاته کړه چې روسان دغسې کسانو باندې بجلۍ بندوي او د یو معمول انسان د ژوند کولو موقع ورنه اخلي. د اوکراین د صدر وینا وه چې روسان خلک په جېل کې اچوي او مجبوره کوي یې چې په دې جعلي رېفرنډمونو کې برخه واخلي. مګر زېلنسکي دا هم وویل چې په ټولنه کې د ځایي خلکو ترمنځ د دې رېفرنډم ملاتړي نشته.

زېلنسکي د روسانو له اړخه دغه رېفرنډمونه یوه ډېره خطرناکه نښه وبلله چې د هغه په باور، داڅرګندوي چې پوټین د جګړې د ختمولو اراده نلري. زېلنسکي وویل، پوټین په دې پوهیږي چې دا جګړه بایلي، او په دې نه پوهیږي چې خپلو خلکو ته به څه جواب ورکوي، نو د دې خبرو دپاره جواب لټوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG