لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ: پاکستان په څلورمه سيالۍ کې د انګلېنډ لوبډلې ته په درېو رنزونو ماتې ورکړې


د پاکستان او انګلېنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ روانو ټي ټوينټي يا شل اووريزو اووه سياليو په سيريز کې پاکستان په څلورمه سيالۍ کې د انګلېنډ لوبډلې ته په درېو رنزونو ماتې ورکړې ده. له دې وړاندې يوه سيالي پاکستان او دوه انګلېنډ ګټلي وې.

د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې تېره شپه ترسره شوې سيالۍ کې پاکستانۍ لوبډلې لومړی بېټنګ کړی او په څلورو لوبغاړو سوځېدو يې 166 رنزونه جوړ کړي وو.

ياده سيالي د انګلېنډ لوبډلې په داسې حال کې بايللې چې په 18 اوورونو کې يې 158 رنزونه جوړ کړي او اووه لوبغاړي يې اوټ شوي وو، خو په 19 اوور کې د پاکستان حارث روف د انګلېنډ دوه لوبغاړي اوټ کړه او په دغه اوور کې د انګلېنډ لوبغاړو پينځه رنزونه جوړ کړه.

د سيالۍ ګټلو دپاره په وروستي م20 اوور کې انګلېنډ ته څلور رنزونه او پاکستان ته يو لوبغاړی اوټ کول پکار وو، خو د اوور په دوېم بال د انګلېنډ لوبغاړی ټوپلی رنز اوټ شو او پاکستان په درېو رنزونو سيالي وګټله.

په پاکستانو لوبغاړو کې محمد رضوان زيات 88 رنزونه جوړ کړي او کپتان بابر اعظم په 36 رنزونو اوټ شوی وو.

د انګلېنډ په لوبغاړو کې درې لوبغاړي په صفر يا بغېر د رنزو جوړولو اوټ شوي، هېرې بروک او ليم ډاوسن زيات 34، 34 رنزونه جوړ کړي وو.

په پاکستانو بالرانو کې محمد نواز او حارث روف درې درې، محمد حسنېن دوه او محمد وسيم يو لوبغاړی اوټ کړي دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په روانو سياليو کې لومړۍ لوبه انګلېنډ، دوېمه پاکستان، درېمه بيا انګلېنډ او څلورمه د پاکستان لوبډلې ګټلې ده.

د اووه سياليو په سيريز کې دا څلور لوبې په کراچۍ کې وشوې او پاتې درې په لاهور کې ټاکل شوي دي.

د انګلېنډ کرکټ لوبډله 17 کاله وروسته پاکستان ته راغلې ده.

په 2009م کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې د سریلنکا په کرکټ لوبډله برید شوی او د هغې وروسته د انګلېنډ په ګډون اکثرو بهرنیو کرکټ لوبډلو پاکستان ته د امنیت له امله دورې نه کولې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG