لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزير د خوشي کولو حکم شوی خو لا په روغتون کې دی


د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير د خوشي کېدو حکم شوی خو نوموړی چې د نهم ستمبر نه د کراچۍ په جناح روغتون کې دی، د پي ټي اېم مشران وايي درملنه يې اوس هم روانه ده.

د پي ټي اېم د کراچۍ مشر نور الله ترين وي او اې ډیوه ته ويلي، د علي وزیر صحت ورځ تر بلې ښه کيږي او د هغه معدې معاينه/ ټېسټ رپورټ راغلی او په معده کې يې لږ زخم دی خو ډاکټران وايي هغه به زر ښه شي.

خو نوموړي وویل، ډاکټرانو ورته دا نه دي ویلي چې هغه به کله د روغتون نه رخصتوي. ن

علي وزير د نهم ستمبر څخه د کراچۍ په جناح روغتون کې داخل دی او ډاکټرانو هغه وخت وي او اې ډیوه ته ويلي وو هغه ته د خېټې د درد مسله ده.

په 13 ستمبر د کراچۍ د ترهګرۍ ضد 12 نمبر عدالت د علي وزير ضمانت منظور کړی وو او د پي ټي اېم د کراچۍ د مشر په وېنا د هغه د خوشي کولو دپاره ټوله کارروايي مکمل کړی شوې ده.

نور الله ترين وايي د خالي/ شنبې په ورځ 23 ستمبر د هغه د خوشي کولو حکم شوی، خو "مياشت يوه نيمه مخکې د خېبرپښتونخوا د بنو پوليسو د ميرانشا په يوه مقدمه کې د کراچۍ په جېل کې انټري کړې او دی اوس په هغه مقدمه کې ګرفتاره دی".

هغه زیاته کړه "علي وزير به اوس د بنو پوليس بوځي که نه بوځي دا لا کره نه ده معلومه، او د ميرانشا په مقدمه کې هم د ضمانت دپاره خواست شوی دی".

د روان کال جنورۍ په مياشت کې د سيند صوبايي حکومت د کراچۍ د مرکزي جېل سپرنټنډنټ يا مشر ته ويلي وو، د کال 2020 په قضيه کې د علي وزیر په ضد د شمالي وزیرستان د اډيشنل سيشن جج په عدالت کې د لوډ سپيکر د قانون د سرغړونې لاندې مقدمه روانه ده، هغه دې هلته ولېږل شي او دلته به يې د قضيو اورېدنه د ويډیو لنک د لارې کولی شي.

علي وزیر د کال 2020 د دسمبر په مياشت کې په پېښور کې پوليسو نيولی او بيا کراچۍ ته راوستل شوی وو، علي وزیر د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې نيول شوی وو.

دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020 د جلسې وروسته درج شوې پکې تور لګولی شوی وو چې جلسې ته وېنا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې او شر ډکې وېناګانې کړې وې. خو په دغه مقدمه کې تېر کال د نومبر په مياشت کې د پاکستان سپريم کورټ د علي وزير ضمانت منظور کړی وو.

د يادې مقدمې د اورېدنې په مهال په علي وزیر پسې په کراچۍ کې د هغه پرضد د کال 2018 دوه او یوه د کال 2019 مقدمه راويستل شوې وې په دغو ټولو مقدمو کې د علي وزیر ضمانتونه منظور شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG