لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان او ډېره اسماعيل خان : په چاودنه او بريد کې پوځيان وژل شوي او پارلیماني ممبر په کور ډزې شوي


په جنوبي وزیرستان کې د امنیتي سرتیرو په پوسته وسله وال برید کې د ملېشې ځواک دو عسکر او یو ترهګر وژل شوي دي، تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې.

بل لور ته په ډیره اسماعیل خان ضلع کې په صوبه کې واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف سره تعلق لرونکي صوبايي اسمبلۍ غړي اغاز ګنډاپور په کور نامعلومه وسله والو ډزې کړي، ځايي پوليس پېښه تاييدوي او وايي په ډزو کې د هغه یو پولیس ساتونکی وژل شوی دی.

په عېن حال کې تیره ورځ د شمالي وزیرستان دته خېل سیمه کې په یوه بمې چاودنه کې د پاکستان پوځ دوه عسکر وژل شوي دي.

چارواکي وایې د افغان پولې ترڅنګ د جنوبي وزیرستان د بیرمل تحصیل په اعظم ورسک سیمه کې یو شمیر نامالومه وسله والو د امنیتي سرتیرو په یوه پوسته د شپې ډزې کړې چې له امله یې د ملیشا ځواک دو عسکر وژل شوي او پینځه نور عسکر ژوبل شوي دي.

د پاکستان پوځ د دې پېښې تاييد کړی او په جاري کړي بیان کې د وژل شويو عسکرو پېژندګلو د ټانک سیمې سره تړاو لرونکی 28 کلن نایک رشید کنډي او او کوز دیر سره تړاو لروتکی 22 کلن سپاهی رسول بادشاه په نومونو شوې ده.

چارواکي وایي چې د برید پر مهال د امنیتي سرتیرو په ځوابی ډزو د وسله والو برید په شاه تمبول شوی دی. او دې پېښه کې ژوبل او وژل شوي عسکر واڼه سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوي دي.

د پوځ بیان کې ویل شوی د امنیتي ځواکونو په ډزو کې یو ترهګر وژل شوی چې په ورستیو کې په امنیتي ځواکونو بریدونو کولو.کې ککړ پاتې شوی او د هغه د قبضې نه وسله تر لاسه شوی

د دغه دعوې له ازادو سرچینو څخه تصدیق نه دی شوی خو پوځ ویلي وايي د دغه برید سره سم په ګڼ شمېر کې امنیتي عسکر د پیښې ځای ته رسېدلي او د لټونې عملیات یې پیل کړي دي.

د دغه پېښې زمه داري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

د شمالی او جنوبي وزیرستان په ګډون د خیبر پختونخواه په نورو قبایلي ضلعې کې په روانه ستمبر میاشت کې تر لسو زیات وسله وال بریدونه شوي چې پکې د پاکستان د پوځ بو افسر کپتان په ګډون 15 عسکر وژل شوی ددې په دوه برخې زیات نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان سره په پوله شمالی او جنوبي وزیرستان کې د ترهګرو پرضد عملیات کړي او د دغو عملیاتو راپدیخوا د پاکستان پوځ څو ځله دعوې کړي چې سیمه یې د وسله والو نه پاکه کړې ده.

خو د علاقې خلک دا دعوې ردوي او وایي تر کډوالۍ وروسته اوس هم پخپلو سیمو کې دناامنۍ سره مخامخ دی او په کور د ننه د نامعلومه کسانو لخوا په هدف کیږی.

بل لور ته په ډیره اسماعیل خان ضلع کې د د صوبې حکمران ګوند پاکستان تحریک انصاف سره تعلق لرونکي صوبايي اسمبلۍ غړي اغاز ګنډپور په کور نامعلومه وسله والو ډزې کړي، ځايي پوليس پېښه تاييدوي او وايي په ډزو کې د هغه یو پولیس ساتونکی وژل شوی دی.

د ډیره اسماعیل خان ضلعې د پوليس مشر دفتر چارواکو وي او اې ډيوه ته دا پیښه تاید کړه چې د کلاچي تحصیل کې شوې وویل بېګا د شپې ماسخوتن نامعلومه ترهګرو د اېم پي اې په کور ډزې کړي او د ډزو په پایله کې هغه په کور په ډیوټی مامور پوليس ساتونکي سیف رحمان وژل شوی دی.

زیاته کړه تر دغې پیښې وروسته بیا ترهګر تښتېدلي او پولیسو پلټنې پیل کړې.

د دغه بريد زمه واري چا په غاړه نه ده اخستې.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې په دې ورستیو کې د سیاسي ګوندونو او د پارلیمان منتخب غړو باندې بريدونه کېدل سېوا شوي دي.

په 23 ستمبر په شانګله ضلع کې د عوامي نيشنل ګوند سره تعلق لرونکي صوبايي اسمبلۍ غړي فېصل زېب په کور نامعلومه وسله والو ډزې کړي

او په کوهاټ کې د تحریک انصاف د یو مشر او مخکني مرکزي وزير شهریار افريدي په کور نامعلومه کسانو لاسي بم غورځولی وو، د دغه پېښو زمه وارۍ چا نه وې منلې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG