لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: طالبانو چې د امن قایمولو او حکومتدارۍ په اړه څه وعدې کړې وې، په کې ناکامه شوي دي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یا سېکوریټي کونسل - نیویارک
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یا سېکوریټي کونسل - نیویارک

واشنګټن - ملګرو ملتونو د نهې/سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په افغانستان باندې واکمن طالبان، په ملک کې د امن قایمولو او ښې حکومتدارۍ په برخه کې خپلو وعدو کې پاته راغلي دي. ملګري ملتونه په داسې وخت کې د طالبانو د ناکامه پاته کېدو خبره کوي چې د داعش په شان ترهګرې ډلې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپلې حملې زیاتې کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې – یوناما – مرستیال مارکس پوټزل د نهې/سې شنبې په ورځ سېکوریټي کونسل ته وویل: "په تېرو میاشتو کې، د امن په پېښو کې چې د یوناما ورباندې نظر پاته شوی، په دوامداره توګه اضافه راغلې ده، هم په وسله واله نښتو کې او هم په جرمي پېښو کې او همدا راز د مشهوره کسانو د وژلو او خونړیو ترهګرو حملو کې اضافه راغلې ده."

د ملګرو ملتونو د سېکوریټي کونسل په دې غونډه کې د طالبانو کوم استازی موجود نه و، خو د افغانستان د پخواني حکومت یو استازی او د طالبانو یو مخالف اېکټوېسټ دې غونډې ته رابلل شوي و.

طالبانو څو څو ځله مطالبه کړې چې ملګرو ملتونو کې دې د دوی استازی ومنل شي، خو تر اوسه ندی منل شوی.

طالبان چې په بهرنیو اشغالګرانو باندې د کامیابۍ دعوه کوي، وایي چې جګړه ځپلي افغانستان ته یې د سوچه اسلامي امارت په بیا جوړولو، امن او سکون راوستی دی.

ملګرو ملتونو اوس د طالبانو دا دعوې چلېنج کړي او وایي چې په افغانستان کې د امن صورتحال په حقیقت کې په خرابېدو دی.

د یوناما نایب مشر مارکس پوټزل، سیکوريټي کونسل ته پخپل بیان کې وویل: "مونږ چې په اوله کې د داعش خراسان ډلې د صلاحیتونو په اړه کومې خبردارۍ ورکړې وې، طالبانو هغه نظر اندازه کړې، مګر داعش خراسان صرف په همدې تېرو څو میاشتو کې ښودلې ده چې طالبانو ته د نږدې کسانو هدفي وژنې، په خارجي سفارتخانو باندې حملې، او همدا راز د افغانستان د سرحدونو ورهاخوا په ګاونډیو ملکونو باندې راکېټي بریدونه ترسره کولی شي. د دې ترڅنګ، د شیعه مسلمانانو او قومي اقلیتونو په خلاف تفریقي کمپېن هم مخ ته وړي."

تر دې وړاندې یوناما رپوټ ورکړی و چې واک اختیار ته د طالبانو د رسېدو وروسته، افغانستان کې د جګړې له امله د عامو خلکو په مرګ ژوبله کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې د نیمایي نه واخله بیا د ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې تر نیمایي، په افغانستان کې لږ تر لږه ۷۰۰ عام کسان وژل شوي او د ۱۴۰۰ نه زیات نور زخمیان شوي دي، هغه هم زیاتره د داعش په حملو کې. د یوناما ترمخه، په ۲۰۲۰ کې درې زرو نه زیات کسان وژل شوي او قریب شپږ زره نور زخمیان شوي و.

آمرانه حکومتداري

د ملګرو ملتونو سېکوریټي کونسل غړو طالبان د هغو د آمرانه حکومتدارۍ په خاطر هم وغندل. په ملګرو ملتونو کې د اېرلېنډ استازي فېرګال مایتن وویل: "هره ورځ مونږ د افغانستانه د طالبانو د ظلمونو، د شپې د چاپو وهلو، غیرعدالتي وژنو، او شکنجه کولو رپوټونه اورو. د بشري حقونو کارکنان، صحافیان، او د رسنیو کارکنان په قصدي توګه په نښه کیږي."

طالبانو د هغه وخته چې واک اختیار ترلاسه کړی دی، د افغانستان پارلېمان او د انتخاباتو کمېشنونه تحلیل کړي، او داسې کابینه یې حکومت دپاره جوړه کړې چې ټول په کې نارینه او ملایان دي.

د یوناما نایب مشر مارکس پوټزل وویل، اکثره افغانان دا انګېري چې د حکومتدارۍ په هېڅ کچه ددوی استازيتوب نه کیږي. داسې کوم ثابته طریقه کار هم نشته چې خلک دې چارواکو ته خپل شکایتونه وړاندې کړي، او نه طالبان د خلکو نظر ته ارزښت ورکوي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که طالبان د خپلې حکومتدارۍ طریقه بدله نکړي، نو دا ډله به افغانستان د نړۍ په کچه نور هم علیحده کړي، نور به یې هم غریبۍ او داخلي شخړو ته ټېل وهي.

ملګرو ملتونو کې د ناروې استازې مونا جول پخپلو خبرو کې وویل: "هغه مشران چې د ملک د نیمې آباتۍ (د ښځو) مخالفت کوي، نه به د افغانانو نه او نه به هم د نړېوالې ټولنې نه قانوني حیثیت وګټلی شي."

طالب مشرانو د خپلې حکومتدارۍ دفاع کړې ده او دعوه کوي چې ملګري ملتونه او د بشري چارو نورې ډلې ګني د افغانستان د حالاتو په باب اکثره غلط او متعصب بیانونه جاري کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG