لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرکټ په نړیوال شل اوریز کپ کې به له انګریزې ژبې ویونکو وروسته تر ټولو زیات لوبغاړي پښتانه وي


واشنګټن - پاکستان ته په سفر د برتانيي کرکټ لوبډلې پر ضد د 20 اورونو په ټورنمنټ کې ترټولو زیات رنز جوړونکی پښتون لوبغاړی محمد رضوان د 6 مې مقابلې نه د ارام په خاطر ویستل شوی و.

دې ټورنمنټ کې محمد رضوان 315، بابراعظم 281 رنز جوړولو سره دویم او د برتانيي هنري برووک د 192 رنز په کولو سره دریم نمبر باندې دی.

د پاکستان لوبډله کې ځوان نوی لوبغاړی نسیم شاه هم د کرونا په ناروغۍ د اخته کیدو له کبله د ټورنمنټ پاتې سیالیو نه بهر کړی شوی دی.

د محمدرضوان او نسیم شاه نه علاوه په دې ټورنمنټ کې د پاکستان 11 کسیزه لوبډله کې نور شپږ (6) پښتانه لوبغاړي افتخاراحمد، خوشدل شاه، محمد وسیم، محمدنواز، محمدحارث او عثمان قادر هم شامل دي.

فخرزمان او شاهین افریدي دې وخت د علاج لپاره برتانیه کې دي.

د اکتوبر په 16مه په اسټریلیا کې د 20 اورونو نړیوال کپ لپاره د پاکستان په 11 کسیزه لوبډله کې اته پښتانه لوبغاړي شامل دي.

د دې نړیوال ټورنمنټ لپاره چې کله لوبغاړي د اسټریلیا د کرکټ میدان ته ورکوزیږي نو پښتو ویونکي لوبغاړي به د توکم په حساب په دویم ځائ کې ولاړ وي، ځکه چې په دوی کې به 15 کسیزه افغان ډله هم دې سیالیو کې شرکت کوي.

د ژبې یا توکم په حساب تر ټولو زیات لوبغاړي انګریزي ویونکي وي په دغه کې انګلستان، اسټریلیا،نیوزي لینډ، ویسټ انډیز، سویلي افریقه او نور شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG