د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ يو ځل بيا ويلي، د خېبرپښتونخوا په کورمه ضلع کې د پولې د پورې غاړې افغانستان د لوري نه ترهګرو بريد کړی، او یو پاکستانی پوځي پکې وژل شوی دی. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي، په افغانستان کې داسې کومه ډله يا عنصر نشته چې د افغانستان د خاورې څخه نورو هېوادونو ته ګواښ وي.
د پاکستان د سرکاري ميډيا رېډيو پاکستان ترمخه، پوځ ویلي، د زیارت په ورځ په خرلاچي کې ترهګرو په پوځ بريد کړی او په ځوابي ډزو کې ترهګرو ته په غټه کچه تاوان اوښتی خو د هغې کوم تفصیل يې نه دی ويلی.
ویل شوي په بريد کې يو سپاهي جمشېد اقبال وژل شوی دی.
پاکستان په کلکه غندنه کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي، او زياته کړې يې ده د افغانستان د حکومت نه تمه لري چې په راتلونکې کې خپله خاوره د پاکستان پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي.
خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستيال ویاند بلال کريمي د وي او اې ډیوه خبريال ارشد مومند ته ویلي، "نه خو په افغانستان کې داسې کومه ډله او عنصر شته چې د افغانستان د خاورې څخه نورو هېوادونو ته ګواښ وي، او د طالبانو د حکومت لخوا چاته اجازه ورکول کيږي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکارول شي".
هغه ويلي، د طالبانو د حکومت موقف او پاليسي دا ده چې د ټولو هېوادونو سره ښه روابط غواړي او د متقابل احترام په بنسټ اړيکې غواړي.
تحریک طالبان پاکستان پرون مازيګر دعوه کړې چې تيره شپه د کورمۍ د خټګرې په سيمه کې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو هغه وخت بريد کړی چې د دوی د سفر په مهال پوځ د دوې د ګېرولو هڅه کړې.
ټي ټي پي په نښته کې د درې پوځيانو د وژلو او ټپي کولو دعوه کړې او وسله والو ته د اوښتي تاوان په اړه يې څه نه دي ويلي.
د تيرې ستمبر د میاشتې په 13 نېټه هم د پاکستان پوځ ویلي وو چې د کورمې په خرلاچي سيمه کې د افغانستان د لوري د ترهګرو په بريد کې درې پوځيان وژل شوي وو.
ټي ټي پي د دغه بريد زمه واري هم منلې وه.
هغه وخت هم د پاکستان پوځ ويلي وو په سختۍ سره غندنه کوي چې ترهګر د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد استعمالوي او پاکستان د افغانستان د حکومت نه تمه ساتي په راتلونکې کې به د نورو دغه ډول هلو ځلو اجازه ور نه کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثنا الله او د بهرنیو چارو وزير بلاول بټو زرداري د افغانستان څخه په پوله د ترهګر بريد په کلکه غندلی او د افغانستان د حکومت نه يې غوښتنه کړې وه چې په پوله د ترهګرۍ مخنیوي وکړي.
خوپه افغانستان کې د طالبانو حکومت بيا دغه پېښې ته په غبرګون کې ویلي وو، پاکستاني ځواکونو هڅه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې "ډېورند کرښې" ته نزدې پوسته جوړه کړي، په دغه مهال بيا د دواړو خواو نه ډزې شوي او مرګ ژوبله پکې شوې ده.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت يو ویاند بلال کریمي په ټویټر د دغه پېښې وضاحت کړی وو.
هغه ويلي وو، "د اصولو له مخې بايد د ډېورنډ کرښې ته نزدې پوستې او پوځي څوکۍ جوړې نه شي خو تيره ورځ پاکستاني ځواکونو هڅه کړې چې کرښې ته نزدې پوسته جوړه کړي".
کريمي زیاته کړې وه، "بيا د طالبانو د حکومت ځینې کسان نزدې ورغلي چې د پاکستاني لوري سره په دې موضوع خبرې وکړي خو متاسفانه د پاکستانيو ځواکونو لخوا و رباندې ډزې شوې دي او په نتیجه کې یې تلفات رامنځته شوي".
د روان کال فرورۍ په مياشت کې د پاکستان پوځ د فرورۍ په لومړو کې د افغانستان لوري نه په کرمه کې د ترهګر بريد دعوه کړې، د طالبانو د حکومت د دفاع وزير ملا محمد يعقوب دغه دعوه رد کړې وه.
پاکستان او افغانستان له دې وړاندې هم په يو بل داسې تورونه لګولي، افغانستان او امريکا د طالبانو په واک کې د راتلو نه وړاندې تل داسې تور لګولي وو پاکستان هغه وسله والو ترهګرو ته ځای ورکړی چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.
دغه ډول د پاکستان تورونه هم تل افغانستان رد کړي دي.
[په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال ارشد مومند شریک کړي دي].