لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: په متنو کې په پوځي قافله بريد شوی


د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور د متنو پوليس تاڼې په علاقه کې د پوځ په کاروان وسله وال بريد شوی، چې پکې د پوليس چارواکو په وېنا د دوه پوځي او يو ملېشې عسکر او يو لاروي په ګډون څلور تنه وژل شوي دي خو پوځ په خپله په رسمي ډول د دغه پېښې په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

د متنو پوليس تاڼې يو چارواکي د نوم نه ويلو په شرط نن د نهې/ سه شنبې [څلورم اکتوبر] په سهار وي او اې ډیوه ته دغه پېښه تاييد کړه او وې يې ويل، پرون مازيګر په پينځه بجې دا بريد شوی چې تر څو ساعتونو پورې روان وو.

نوموړي په پېښه کې د څلورو تنو وژنه تاييد کړې چې پکې د هغه په وېنا دوه پوځيان، يو د اېف سي عسکر او يو لاروی تن شامل دي.

پوځ په خپله د دغه پېښې په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویلي. خو پوليس چارواکي وويل، د پوځ کاروان روان وو چې بريد پرې شوی دی.

تحریک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې ده

د پوليس چارواکي په وېنا د پېښې وروسته وروسته حالات قابو دي او د لټون عمليات روان دي.

هغه وویل دوی ته د وړاندې نه هم په دغه علاقه کې ګواښونه شتون لري.

دا تازه بريد په داسې حال کې شوی چې نزدې يوه اوونۍ وړاندې د شمالي وزيرستان په میرعلي تحصيل کې د پوځ په کاروان ځانمرګی بريد شوی او 21 پوځيان پکې ژوبل شوي وو.

په سمدستي توګه د دغه بريد زمه واري چا نه وه منلې خو د سیمې یوې امنیتي سرچینې ويلي وو تحریک طالبان پاکستان د ځانمرګي برید کوونکي عکس خپور کړی دی.

په خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې دغه ډول بريدونه او د بدامنۍ پېښې کېدل سېوا شوي دي.

اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو په اړه خپلواکه څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي چې د تېرې ستمبر په مياشت کې په ملک کې د روان کال د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې رېکارډ شوې وې.

څيړنيزې ادارې ويلي د ستمبر په مياشت کې په ټول هېواد کې 42 ترهګریز بريدونه رېکارډ شوي چې د تېر اګست د میاشتې په پرتله پکې 35 فيصده اضافه شوې ده.

د رپورټ ترمخه په قبایلي ضلعو او خېبر پښتونخوا کې د تشدد په کچه کې 106 فيصدي اضافه شوې ده.

په ياد رپورټ کې ويل شوي د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ په 42 حملو کې د 24 امنیتي اهلکارو په ګډون 40 کسان وژل شوي او ټول 77 کسان پکې ټپيان شوي چې پکې 19 امنیتي اهلکار هم شامل وو.

د رپورټ ترمخه په رېکارډ کړل شوو بريدونو کې د امنیتي ځواکونو د مرګونو کچه 60 فيصدي ته پورته شوې چې ښايې امنیتي ځواکونه د ترهګرو بنيادي هدف وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG