لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کوانټم فزیکس درې پوهان د فزیکس په برخه کې د سږکال د نوبل جایزې ګټونکي اعلان شول


د سویډن د ساینس شاهي اکاډمۍ د فزیکس په برخه کې د سږکال نوبل جایزې، درې ساینس پوهانو لپاره اعلان کړي دي.

اکاډمۍ ویلي د فرانس ایلن ایسپیکټ، د امریکا جان کلاؤزر او د اسټریا انټن زیلنګر د کوانټم فزیکس په برخه کې ډېر ارزښتمن تحقیقات کړي او په مشترکه توګه د نوبل جایزې مستحق ګڼل کیږي.

دغو دریو ساینس پوهانو په کوانټم فزیکس کې داسې اساسي تجربې کړي چې په کې د اېټم نه هم د وړوکو ذراتو ترمنځ اړیکه څرګندوي. ددوی د مطالعي په بنیاد، دوه وړوکي ذرات که د اېټم نه جدا هم شي، نو خپل ترمنځ د یو یونټ په شان کار کوي.

اکاډمي زیاتوي د دوی دغه کار د نوې ټکنالوجۍ پرمختګ ته لاره ممکن کړې ده او په دې سره به ډېر پرمختللي کمپیوټرونه جوړ کړی شي.

د نوبل جایزه کمیټۍ غړې ایوه اولسن ویلي د کوانټم معلوماتو ساینس یو پراخه او په تیزۍ سره پرمختلونکې څانګه ده.

نوموړی زیاتوي دا د معلوماتو په محفوظه توګه لیږلو یا ټرانسفر کولو، د کوانټم حساب او پیژنګلو کولو ټکنالوجۍ په برخو کې یو پراخه او پکار راتلونکې څانګه ده.

درې واړه ساینس پوهان به نهه لکه ډالره انعام درې ځایه تقسیموي.

د طب په برخه کې د نوبل جایزې اعلان د تیر ګل په ورځ شوی وو.

د کیمیا په مد کې د نوبل جایزې اعلان به د شورو په ورځ ،د ادب لپاره د زیارت په ورځ او د نوبل جایزې اعلان به د جمعې په ورځ اعلانیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG