د پاکستان پوځ پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [څلورم اکتوبر] ويلي، په خېبرپښتونخوا کې يې دوه ځايه د ترهګرو په ضد عمليات کړي، اووه ترهګر يې وژلي او په يوه نښته کې دوه پوځيان هم وژل شوي دي.
د پوځ ترمخه په حسن خېل سيمه کې ترهګرو د پوځ په قافله بريد کړی او پوځ ورته کلک ځواب ويلی پکې درې ترهګر وژل شوي دي. پوځ ويلي د ترهګرو نه وسله ترلاسه شوې او دوی د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ وو. خو د وژل شوو ترهګرو پېژندګلو نه ده ښکاره کړی شوې.
پوځ ویلي د ترهګرو سره په نښته کې 30 کلن لانس نايک محمد پناه چې د جعفراباد سيمې سره يې تعلق وو، او 36 سپاهي شمس الله چې د جنوبي وزيرستان سره يې تعلق وو، وژل شوي دي.
پرون د پېښور د متنو تاڼې يو پولیس چارواکي وي او اې ډيوه ته ويلي وو، چې په پوځي قافله دغه بريد د ګل په مازیګر پينځه بجې شوی چې د څو ساعتونو پورې روان وو، دوه پوځيان، يو د اېف سي عسکر او يو لاروی پکې وژل شوي وو.
پوځ د بلې پېښې په اړه ويلي، د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې يې عملیات کړي او څلور ترهګر يې وژلي دي.
پوځ ویلي د وژل شوو ترهګرو نه یې وسله ترلاسه کړې او دوی په علاقه کې په هدفي وژنو او تاوان دپاره تښتونو په پېښو کې ککړ وو.
تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] منلې چې د ټانک په رڼوال علاقه کې د پوځ او پولیس په چاپه کې يې څلور غړي وژل شوي دي.
ټي ټي پي ويلي د تېر په څېر حکومت او پوځ نه غواړي چې په ملک کې امن وي، په مطبوعاتو د مذاکراتو خبره کوي او د پردې په شا بدامني کوي.
دا پېښې په داسې حال کې شوي چې د ټي ټي پي لخوا د روان کال د مې د میاشتې راهسې ډز بندي روانه ده کومه چې د پاکستان د حکومت سره د خبرو په مهال د نامعلومه وخته پورې غځول شوې ده، د ډز بندۍ په مهال هم د بدامنۍ پېښې کېدې، خو د تيرې ستمبر د میاشتې د دوېمې نېټې څخه ټي ټي پي د بريدونو زمه وارۍ منل پېل کړي او دريځ لري چې په خپله دفاع کې عمليات کوي.
ټي ټي پي په سوات کې د امن کمېټۍ په مشر د چاودنې زمه واري منلې وه په کومه پېښه کې چې د امن کمېټۍ مشر ادريس خان سره د اته کسانو وژل شوی وو، د دې ترڅنګ يې په پوځ او پوليس د نورو بریدونو زمه وارۍ هم منلې دي.
په خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې دغه ډول بريدونه او د بدامنۍ پېښې کېدل سېوا شوي دي.
اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو په اړه خپلواکه څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي چې د تېرې ستمبر په مياشت کې د روان کال د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې رېکارډ شوې وې.
څيړنيزې ادارې ويلي د ستمبر په مياشت کې په ټول هېواد کې 42 ترهګریز بريدونه رېکارډ شوي چې د تېر اګست د میاشتې په پرتله پکې 35 فيصده اضافه شوې ده.
د رپورټ ترمخه په قبایلي ضلعو او خېبر پښتونخوا کې د تشدد په کچه کې 106 فيصدي اضافه شوې ده.
په ياد رپورټ کې ويل شوي د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ په 42 حملو کې د 24 امنیتي اهلکارو په ګډون 40 کسان وژل شوي او ټول 77 کسان پکې ټپيان شوي چې پکې 19 امنیتي اهلکار هم شامل وو.
د رپورټ ترمخه په رېکارډ کړل شوو بريدونو کې د امنیتي ځواکونو د مرګونو کچه 60 فيصدي ته پورته شوې چې ښايې امنیتي ځواکونه د ترهګرو بنيادي هدف وو.