لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور کور کمانډر د شمالي وزیرستان سفر کړی


د پاکستان پوځ ويلي د پېښور کور کمانډر لفټننټ جنرل حسن اظهر حيات د شمالي وزيرستان سفر کړی او سفر په مهال یې په ضلعې مرکز ميرانشا کې د شمالي وزیرستان د اتمانزو قامي جرګې له مشرانو سره لیدلي دي.

د پوځ په بیان کې ویل شوي کور کمانډر په سيمه کې د امن په راوستو کې د قبايلو د قربانيو ستاينه وکړه او ډاډ يې ورکړی چې د پاکستان پوځ به د سيمې د خلکو سره هر ډول ممکنه مرسته کوي.

د جاري کړي بیان ترمخه ملکانو او مشرانو په سيمه کې د امن په بحالۍ او د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د روانو هلو ځلو لپاره د پاکستان پوځ مننه وکړه. او خپلو امنیتي ځواکونو د نه ستړي کیدونکو مرستو ته ډاډ يې ورکړو.

خو د اتمانزو د جرګې غړي او د کډوالو د کمېټۍ مشر نثار علي خان وايي، يو خو دغې جرګې ته د اتمانزو د قومي جرګې هغه مشران نه دي غوښتل شوي څوک چې د امن دپاره احتجاج کوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، پکار ده چې د اتمانزو د قومي جرګې د امن غوښتنه ومنل شي.

کور کمانډر د شمالي وزیرستان دا سفر په داسې حال کړی چې د اتمانزو قامي جرګه د تیرو دوه نیمو میاشتو نه په علاقه کې د ناامنۍ برضد احتجاجي پرلت روان دی.

د پرلت یو مشر ډاکټر ګل علم وویل د دوی یواځينۍ غوښتنه د امن ده،داسې امن چې پکې په علاقه کې د دوی سر، مال او کاروبار محفوظ وي.

هغه وویل تر ضرب عضب عملیاتو وروسته د ناامنۍ سره مخ دي د علاقې تنکي ځوانان، مشران، زنانه او افسران یې په کورونو د ننه په رڼا ورځ په هدفي پیښو کې وژل کیږي ځکه يې احتجاجي پرلت پیل کړی او د امن غوښتنه کوي.

د شمالي وزیرستان د کډوالو د کمېټۍ مشر نثار علي وایي د ناامنۍ له امله دوی بې کوره شوي د اته کاله نه زیات وخت د ضرب عضب وشو خو تر دې مهاله ناامني زیاته شوې ټيټه شوې نه ده.

هغه وویل د دوی خلک اوس هم د خپلو سیمو نه لرې د کډوالۍ ژوند تیروي او دوی د حکومت نه د امن غوښتنه کوي خو دا غوښتنه یې نه منل کیږي.

هغه وویل د علاقې خلک بیا اندیښنې لري چې د دوی د امن خبرې نه اوریدل کیږي او دغلته بیا نوې ناامنۍ ته منصوبې جوړې شوي دي.

د شمالي وزیرستان د خلکو منتخب غړی او ملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ وایي د افغانستان سقوط او او بیا دغلته ناامني د یوې منصوبۍ سره راوړل شوې چې دغلته بیا ملکي اقتصاد ښه کولو د پاره ډالرو ته لاره هواره کړي.

هغه وویل په دا اوسنۍ ناامنۍ د ملک ټوله سیاسي ګوندونه غلي دي خو دا ځل به دا اور یواځې پښتونخوا ته نه بلکې د ملک ګوټ ګوټ ته رسي.

کور کمانډر د شمالي وزیرستان د سفر په داسې حال کې کړی چې نزدې يوه اوونۍ وړاندې د شمالي وزيرستان په میرعلي تحصيل کې د پوځ په کاروان ځانمرګی بريد شوی او 21 پوځيان پکې ژوبل شوي وو.

په سمدستي توګه د دغه بريد زمه واري چا نه وه منلې خو د سیمې یوې امنیتي سرچینې ويلي وو تحریک طالبان پاکستان د ځانمرګي برید کوونکي عکس خپور کړی وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG