لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د پاکستان د پوځي امداد د بحالۍ فېصله تراوسه نه ده شوې


د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکې چې په تېر وخت کې د پاکستان کومې دفاعي مرستې کولې هغه لا په مکمله توګه نه دي بحال شوي. دغه خبري د امریکې د بهرنيو چارو وزارت وي او اې ته د ايمېل د لارې د پوښتنې په ځواب کې کړې ده.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، امریکې د پاکستان سره په غټه کچه دوه اړخيزه دفاعي مرستې په بشپړ ډول نه دي بحال کړي، امریکا د ملي امنيت د نورو ځانګړو ګټو يقيني کولو دپاره د دوه اړخيزه امنيتي مرستو د ټولو اړخونو جاج اخلي.

امریکې دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د امریکې په شپږ ورځني سفر دی.

جنرل باجوه د امریکا د لوړ پوړو چارواکو او د نهې/ سه شنبې په ورځ په پېنټاګون کې د امریکې د دفاع وزير لوېډ اسټن سره ليدلي دي.

پېنټاګون ویلي، د دفاع وزیر لوېډ اسټن د امریکې او پاکستان د 75م اړیکو د کليزې په موقع د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره ليدلي، او ويلي يې دي دا د اوږدې مودې دوه اړخيزه اړيکې نن هم روانې دي او په نتيجه کې يې نن هم د دوه اړخيزه دفاعي ګټو د حل موقعې لټول شي.

او د پاکستان پوځ د دغو ليدنو په اړه ويلي، په لیدنو کې په دوه اړخيزه اړيکو، سيمې د امنيت په حالاتو او نورو برخو کې په موضوعاتو بحث شوی دی. جنرل باجوه په مرستو د امریکا مننه کړې او ژمنه يې کړې چې د نړيوالو شراکتدارو مرستې د پاکستان د سېلاب ځپلو په بحالۍ کې مهمې وي.

امریکې تراوسه پورې د پاکستان د سېلاب ځپلو دپاره د 56 ملينه ډالرو مرستې ورکړي دي.

[خبر د وي او اې اردو په مننه]

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG