لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیو دي چلډرن: د تعلیمي نظام د ړنګیدو خطر سره مخ هیوادونو کې افغانستان په لمړي نمبر دی


د ماشومانو د ژغورنې نړيوال سازمان سیو دي چلډرن ويلي چې افغانستان د هغه هېوادونو په نوملړ کې په لومړي نمبر دی چې د ښوونې نظام یې د ړنګېدو د ګواښ سره مخ دی.

سازمان د خپل وروستي تحليل په اساس دا هم وايي چې په کال 2021م کې افغانستان د اتو ملکونو په نوملړ کې په څلورم نمبر و خو په هېواد د طالبانو له واکمن کېدو وروسته د زدکړو وضعيت نور ناوړه شوی دی.

کار پوهان وايي په افغانستان کې د سياسي بدلون وروسته د دې هېواد سره د مرستو کمېدو، د اقتصادي وضعيت خرابېدو او د جينکو په تعليم د بندېز لګول کیدو سره د هېواد تعليمي نظام ورځ تر بلې متاثره کېږي.

د ماشومانو د ژغورنې نړيوال سازمان وايي چې د افغانستان ترڅنګ سوډان، مالي، او سوماليا کې خواوشا 49 ميلينه ماشومانو لپاره د تعليم نظام د ړنګېدو د خطر سره مخ دی.

په افغانستان کې د پوهنتون استاد او د تعليمي چارو شنونکی حاجي راز محمد وي او ای ای ډيوه ته وايي د طالبانو له واکمنۍ راپه دېخوا خلک د اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ګڼ شمير ماشومان د تعليم ترلاسه کولو پرځای اوس سختو کارونو ته اړ شوي دي چې له وجې یې په هېواد کې تعليمې نظام متاثره کېږي.

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې وويل " يو لامل يې دا دی چې هغه کوچنيان چې دوی به ښوونځيو ته تلل اوس ښوونځيو ته نه ځي او سخت کارونه کوي او د خپل کورونو ضرورتونه پرې رفعه کوي".

هغه وايي دوېم لامل يې دا دی چې نړيوالو د افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کمې کړي او اوس چې کومې مرستې شوي نو په هغو کې ښوونځيو، مکتبونو او پوهنتونو سره مرسته نېغ په نېغه نه ده شوې.

د سیو دي چلډرن لخوا ترسره شوي تحليل کې دا هم ويل شوي چې دکال 2021م په مهال افغانستان د هغه اتو هېوادونو په نوملړ کې په څلورم نمبر و چې تعليمي نظام يې د پاشل کېدو د ګواښ سره مخ و، خو د طالبانو د واکمنۍ وروسته تعليمي نظام نور خراب شوی او د ماشومانو او په خاصه توګه د جينکو راتلونکی يې خطر سره مخ کړی.

په پاکستان کې ميشته د تعليم لپاره د افغانستان پخوانۍ اتاشي يلده بازوان وي او ای ډيوه ته وايي په افغانستان کې د جينکو په تعليم د بندېز پر ځای بايد په سکولونو کې سهولتونو ورکولو ته پام راګرځول شوی وای ترڅو دې ګام سره په هېواد کې د تعليم پروسې وده کړې وه.

نوموړې وي او ای ډيوه سره دخبرو په مهال وویل" د ښوونځيو (سکولونو) دروازې چې ترڅو پورې د جينکو پرمخ خلاصې نه شي نو دا نظام خو پاشلی دی، خلک په دندو نه دي، ځيني ښوونکي په کورونو شول، څه د هيواد نه بهر لاړل ځکه چې زمونږه ښځينه ښوونکو ته په هغه رقم ونه کتل شول څنګه چې پکار وو".

هغه وايي کوم دولتي مکتبونه چې دي په هغو کې د استاذانو کمې دی او هغه شان معياري نه دي څنګه چې پکار دي.

مېرمن يلده بازوان په خپلو خبرو کې دا هم وويل " اوس خو 21مه صدي ده نو پکار خو دا وه چې زمونږه تعليمي نظام اوس ډير قوي شوی وی پرځای د دې چې د جينکو پرمخ مو ښوونځي بند شو".

د ملګرو ملتونو د شمېرو ترمخه د طالبانو دحکومت لخوا د جينکو په تعليم د بندېز له امله نزدې يو میلين جينکۍ د شپږم ټولګي پورته د زده کړو نه محرومه شوې دي.

د طالبانو په حکومت کې د تېکنيکي او مسلکي زده کړو د څانګې مشر غلام حیدر شهامت تېره ورځ رسنيو ته ويلي چې دیني عالمان د سکولونو د بیا پرانیستو لپاره د سلا مشورې په حال کې دي او د دوئ ډاډه دي چې پوهه عالمان د دې کار دپاره د حل لاره پېدا کړي.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې يونيسف د روان کال دجولايي په مياشت کې ويلي وو کله چې طالبانو د کال 2021 د اګست په 15 د کابل واک ترلاسه کړو نو په دغه هېواد کې 2۔4 ميلينه ماشومان د ښوونڅیو څخه بهر وو چې 60 فيصده پکې جينکۍ وی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG