لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واکمن حکومتي اتحاد: چاته هم په اسلام اباد د لښکر کولو اجازه نه ورکوو


پاکستان کې په حکومت کې شاملو اتحادي ګوندونو ويلي، چاته به هم په اسلام اباد د لښکر کولو اجازه نه ورکوي، په ملکي ادارو د حملو غندنه کوي او که څوک د اييني کرښې نه ور اوړي په سختۍ به يې مخه نيولی شي.

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه [رېډيو پاکستان] ترمخه دغه پرېکړې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ په حکومت کې شاملو اتحادي ګوندونو د مشرانو سره په غونډه کې شوي دي.

ويل شوي په غونډه کې د سېلابونو د څار او انتظام دپاره جوړ مرکز او سېلابونو څخه خلکو بچ کولو، امداد او بحالۍ هڅې ستايل شوي دي.

د ځايي ميډيا ترمخه په غونډه کې په ملک کې د مجموعي سياسي، معاشي، کورنيو او بهرنیو حالاتو په اړه تفصيلي خبرې شوي او د راتلونکې دپاره تګلاره جوړه کړی شوې ده.

د دې ترڅنګ په غونډه کې د پنجاب او خېبرپښتونخوا حکومتونو ته خبرداری ورکړی شوی چې د عمران خان دپاره د اړي ګړي جوړولو د لارې هوارولو څخه ډډه وکړي.

په اسلام اباد د لښکر کولو او د پنجاب او خېبرپښتونخوا حکومتونو ته خبرداری په داسې حال کې ورکړی شوی چې د پاکستان تحریک انصاف مشر او مخکنی وزيراعظم عمران خان بيا بيا دغه خبره تکراروي چې د حقیقي ازادۍ ترلاسه کولو دپاره اسلام اباد ته لاريون کوي.

نوموړي پرون ويلي چې اسلام اباد ته د لاريون کولو نېټه پټه ساتي څوک پرې هم نه خبروي.

او د عمران خان اسلام اباد ته د لاريون په ځواب کې حکومت د وړاندې نه ويلي په ضد به يې کلک ګامونه اخلي.

ويل شوي په پرونۍ غونډه کې د خزانې وزیر اسحاق ډار د ملک په معاشي حالاتو، او نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د خبرو په اړه يې احوال وړاندې کړی دی.

هغه ويلي د تير [پاکستان تحریک انصاف]د حکومت په څلور کاله موده کې د 20زره اربه تاريخي قرضې اخستل شوي او ملک ديواليه کېدو له راوستل شوی وو.

هغه هيله څرګنده کړې ډالر به د 200 روپو نه لاندې راولي.

په حکومت کې د شاملو ګوندونو اتحاد په قومي ادارو د حملو په سختو ټکو کې غندنه کړې او ويلي يې دي که د ايين د راکښلې کرښې نه څوک ور اوړي يا هڅه کوي، ولس او قانون به يې لار نيسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG