د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په ملک کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] لخوا د ترهګرو بريدونو سېوا کېدو اندېښنه څرګندونه کړې او په دغه اړوند يې د خبرداري اعلاميه خپره کړې ده.
د پاکستان ډان ورځپاڼې نن په شپږم اکتوبر خپور کړي خبر کې ويلي، د کورنيو چارو د وزارت په اعلاميه کې چارواکو ته د چمتو کېدو او د تندلارو پرضد د عملياتو کولو ویل شوي دي. او تيره میاشت د کورنیو چارو وزارت په يو خط کې ويلي، د ټي ټي پي سره د يو کال راهسې روان مذاکرات ولاړ دي د کوم له امله چې ټي ټي پي بې ارامه ده.
د پاکستان حکومت منلې چې د ټي ټي پي سره د تير کال د اکتوبر د مياشتې راهسې مذاکرات روان دي او په دغو مذاکراتو کې څو ځله رسمي ليدنې شوي خو تراوسه پورې پکې کوم ښکاره پرمختګ مخې ته نه راغلی.
د مې د مياشتې راهسې ټي ټي پي ډز بندي اعلان کړې چې بيا د مذاکراتو په مهال تر نامعلومه وخته پورې غځول شوې خو د تېرې ستمبر د مياشتې د دوېمې نېټې څخه ټي ټي پي د بريدونو زمه وارۍ منل پېل کړي دي.
بل لور ته د پاکستان حکومت او ټي ټي پي تراوسه پورې په رسمي ډول د ډز بندۍ ختمولو څه نه دي ویلي خو څيړونکي وايي ښکاري ډز بندي نوره نه وي پاتې.
د خبر ترمخه د کورنيو چارو وزارت ويلي، ټي ټي پي د پاکستان په حکومت تور لګوي چې د پخوانۍ فاټا بيرته خپل حیثيت ته د بوتلو د دوي مهمه غوښتنه يې نه ده منلې، او چې په جنګ بندۍ خبرې روانې وې د دوی غړي نیول دوامدار ساتل شوي دي.
وزارت ویلي ټي ټي پي او ترې جدا شوې ډلې په راتلونکو ورځو کې ترهګر فعاليتونه سېوا کولی شي چې د خپلو مشرانو بدل واخلي او بل لور ته په مذاکراتو کې پرمختګ نه کيږي. او د پاکستان حکومت ته معلومه شوې چې په وروستيو کې د ټي ټي پي مشرانو په پکتيکا کې غونډه کړې د حکومت سره په ولاړو خبرو او عمر خالد خراساني او افتاب پړکي د وژنې په اړه يې بحث کړی دی.
د ټي ټي پي او د پاکستان د حکومت د خبرو په مهال ټي ټي پي ویلي وو بنيادې غوښتنې يې د قبايلي ضلعو پخوانی حيثيت بحالول او د تنظيمي ډهانچې سره خپلو سيمو ته واپسي ده. خو د پاکستان حکومتي وزیرانو وخت په وخت ویلي د ټي ټي پي سره به مذاکرات او ختمي پرېکړه د ايين لاندې کولی شي.
د رپورټ ترمخه د کورنیو چارو د خبرداري په اعلاميه کې ويل شوي د ټي ټي مشرانو د پاکستان د حکومت د خبرو ناکامه کېدو په صورت کې د خپلو کورنیو محفوظو ځايونو ته منتقل کولو فېصله کړې، دوی د حملو دپاره د افغانستان نه شمالي او جنوبي وزيرستان ته د راتلو هڅې کوي، او د پاکستان او ايران په پوله او خېبرپښتونخوا ته د ټي ټي پي د وسله والو په راتګ اندېښنه څرګنده کړی شوې ده.
دا اعلاميه په داسې حال کې خپره شوې چې ټي ټي پي د وزيرستان نه علاوه په سوات، پېښور او خېبرپښتونخوا په نورو سيمو کې په پوځ، پوليسو او امن کمېټۍ په مشرانو او غړو د بريدونو زمه وارۍ منلي دي. او په سوات کې د وسله والو د ښکاره کېدو خبرونه مخې ته راغلي دي.
حکومت د ټي ټي پي د ذيلي څانګو د وسله والو په داعش خراسان کې شاملېدو يا ترهګرو عملیاتو دپاره د حافظ ګل بهادر ډلې سره يو ځای کېدو د ممکنه اندېښنې خبرداری هم ورکړی دی.