لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول: که د طالبانو حکومت خپلې وعدې پوره کړي کېدی شي نړۍ يې په رسميت وپېژني


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداری ویلي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه پورې چا په رسميت نه دی پېژندلی خو د هغو سره اړيکې ساتل زمونږ [پاکستان] مجبوري ده، ځکه چې هلته کومې فېصلې نورو کړي دي او نورو دوی راوستي او کښېنولي دي د هغې بوج اوچتول پاکستان ته د غاړې شي.

بلاول پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [6 اکتوبر] په کراچۍ کې خبري غونډې ته په وېنا کې وويل، "مونږ نه غواړو چې يو ځل بيا د کډوالو سونامي په پاکستان کې راشي مونږ نه غواړو چې په افغانستان کې کومه معاشي تباهي کيږي د هغې بوج دې زمونږ په ولس شي".

هغه زياته کړه "زه دنیا او په ځانګړي ډول هغو ته ويل غواړم چا چې دا مسله جوړه کړې، هغه دوی داسې پرېږدي د تېر غلطۍ دې تکرار نه شي د دوی سره دې اړيکې وساتي د هغې دا مطلب نه دی چې په رسميت دې وپېژندل شي".

هغه وويل، "هغوی [د طالبانو حکومت] دې هم خپلې ژمنې پوره کړي څو پورې چې د جينکو د تعلیم خبره ده، د ټول شموله حکومت خبره ده او خپله خاوره د ترهګرۍ پرضد کارېدو ته نه پرېږدي چې دا وعدې پوره کړي نو کېدی شي چې نړۍ يې بيا په رسميت وپېژني".

په افغانستان کې د 15 اګست 2021 نه طالبان په واک کې راغلي خپل حکومت يې جوړ کړی خو تراوسه يې حکومت يو ملک هم په رسميت نه دی پېژندلی.

په وروستیو کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هم د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته په وېنا کې ويلي وو، چې پاکستان هم د نورې نړۍ په څېر په افغانستان کې د ترهګرو په فعاليتونو اندېښنه لري.

شهباز شریف ويلي وو، "په افغانستان کې په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان، القاعده، ايسټ ترکستان اسلامک مومنټ او اسلامک مومنټ اف ازبکستان فعاليتونه د اندېښنې وړ دي".

او بيا د افغان طالبانو د حکومت معاون خارجه وزير شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې يوې غونډې ته په خپله وينا کې ويلي د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف او خارجه وزير بلاول بټو د وېناګانو غندنه کړې وه.

ستانکزي د پاکستان د اقتصادي مشکلاتو خبره کړې په خپله په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل دنيا ورته قرض نه ورکوي هغه ويلي وو،

"داسې مه کوه چې د افغانستان او د خلکو په قيمت داسې خبرې وکړې چې افغانستان پرې بدنام کړې او ته پرې يو پينځه روپۍ ځان ته پيدا کړې".

ستانکزي بيا شهباز شريف او ښاغلي بټو ته په مخاطب کولو سره ویلي وو، "تاسو کله سټيج ته وخېژئ او مايک مو لاس ته راشي او شا و خوا مو ټوله غربي نړۍ ولاړه وي نو بيا دومره مه مغروره کېږئ چې خپله ژبه درنه هېره شي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG