لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور: پوځ په متنو کې د یو ترهګر د وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ دعوه کړې د پېښور په متنو کې يې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي او يو ترهګر يې وژلی دی، د ګل/ دوشنبې په ورځ په متنو کې د پوځ په کاروان بريد کې دوه پوځيان وژل شوي وو.

پوځ ويلي، د زيارت په ورځ عملياتو کې د ترهګرو سره نښته شوې او يو ترهګرو پکې وژل شوی څوک چې د امنيتي ځواکونو په ضد په ترهګرو هلوځلو او بې ګناه خلکو په وژنه کې ککړ وو.

د پاکستان پوځ پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [څلورم اکتوبر] ويلي وو، په خېبرپښتونخوا کې يې دوه ځايه د ترهګرو په ضد عمليات کړي، اووه ترهګر يې وژلي او په يوه نښته کې دوه پوځيان هم وژل شوي دي.

د پوځ ترمخه د پېښور سره نزدې په حسن خېل سيمه کې ترهګرو د پوځ په قافله بريد کړی او پوځ ورته کلک ځواب ويلی او درې ترهګر يې وژلي وو.

پوځ ویلي وو د ترهګرو سره په نښته کې 30 کلن لانس نايک محمد پناه چې د جعفراباد سيمې سره يې تعلق وو، او 36 سپاهي شمس الله چې د جنوبي وزيرستان سره يې تعلق وو، وژل شوي وو.

خو د ګل په ورځ د پېښور د متنو تاڼې يو پولیس چارواکي وي او اې ډيوه ته ويلي وو، چې په پوځي قافله دغه بريد د ګل په مازیګر پينځه بجې شوی چې د څو ساعتونو پورې روان وو، دوه پوځيان، يو د اېف سي عسکر او يو لاروی پکې وژل شوي وو.

په متنو کې د بريد په اړه تحریک طالبان پاکستان ويلي وو د پوځ سره یې نښته شوې وه.

دا پېښې په داسې حال کې شوي چې د ټي ټي پي لخوا د روان کال د مې د میاشتې راهسې ډز بندي روانه ده کومه چې د پاکستان د حکومت سره د خبرو په مهال د نامعلومه وخته پورې غځول شوې ده، د ډز بندۍ په مهال هم د بدامنۍ پېښې کېدې، خو د تيرې ستمبر د میاشتې د دوېمې نېټې څخه ټي ټي پي د بريدونو زمه وارۍ منل پېل کړي او دريځ لري چې په خپله دفاع کې عمليات کوي.

ټي ټي پي په سوات کې د امن کمېټۍ په مشر د چاودنې زمه واري منلې وه په کومه پېښه کې چې د امن کمېټۍ مشر ادريس خان سره د اته کسانو وژل شوی وو، د دې ترڅنګ يې په پوځ او پوليس د نورو بریدونو زمه وارۍ هم منلې دي.

په خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې دغه ډول بريدونه او د بدامنۍ پېښې کېدل سېوا شوي دي.

اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو په اړه خپلواکه څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي چې د تېرې ستمبر په مياشت کې د روان کال د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې رېکارډ شوې وې.

څيړنيزې ادارې ويلي د ستمبر په مياشت کې په ټول هېواد کې 42 ترهګریز بريدونه رېکارډ شوي چې د تېر اګست د میاشتې په پرتله پکې 35 فيصده اضافه شوې ده.

د رپورټ ترمخه په قبایلي ضلعو او خېبر پښتونخوا کې د تشدد په کچه کې 106 فيصدي اضافه شوې ده.

په ياد رپورټ کې ويل شوي د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ په 42 حملو کې د 24 امنیتي اهلکارو په ګډون 40 کسان وژل شوي او ټول 77 کسان پکې ټپيان شوي چې پکې 19 امنیتي اهلکار هم شامل وو.

د رپورټ ترمخه په رېکارډ کړل شوو بريدونو کې د امنیتي ځواکونو د مرګونو کچه 60 فيصدي ته پورته شوې چې ښايې امنیتي ځواکونه د ترهګرو بنيادي هدف وو.

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتو ژبې د مزاحمتي شاعر ملا عبدالسلام اشېزي 49م تلين ولمانځل شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG