لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: عدالت د علي وزیر په لومړۍ مقدمه کې په 22 اکتوبر  فېصله اوروي


د کراچۍ د ترهګرۍ ضد 12 نمبر عدالت د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير په ضد لومړۍ مقدمه کې په 22 اکتوبر د فېصلې اورولو ویلي دي.

د علي وزير وکیل قادر خان اېډوکېټ وي او اې ډیوه ته وويل، پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [شپږم اکتوبر] د ترهګرۍ د مقدمې اورېدونکي عدالت [چې په جېل کې دننه] "ما او سرکاري وکيل دلايل پوره کړه او عدالت د فېصلې دپاره د اکتوبر 22 نېټه وټاکله".

علي وزیر ته چې په کومه مقدمه کې فېصله اورول کيږي دا هغه مقدمه ده چې د کال 2020 د دسمبر په شپږمه په کراچۍ کې د پي ټي ايم د جلسې وروسته د پي ټي اېم د مشرانو په ضد درج کړی شوې وه علي وزیر په دې مقدمه کې په 16 دسمبر په پېښور کې پوليسو نيولی او درې ورځې وروسته بيا کراچۍ ته راوستل شوی وو.

په اووم دسمبر د کراچۍ پوليسو د پي ټي اېم جلسې ته په وېنا کوونکو مقدمه درج کړې وه چې پکې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، علي وزير او محسن داوړ هم شامل وو.

په مقدمه کې ويل شوي وو چې دوی د رياستي ادارو، پوځ، رېنجرز او پوليس پرضد سپکه، د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه.

په ياده مقدمه کې د پاکستان سپريم کورټ تېر کال د نومبر په مياشت کې علي وزیر ته ضمانت ورکړی خو د دغه مقدمې په مهال په هغه پسې په کراچۍ کې درې نورې مقدمې راویستل شوې چې پکې وخت په وخت د هغه ضمانتونه منظور کړی شوي او په کراچۍ کې ورته په وروستۍ مقدمه کې په 13 ستمبر ضمانت ورکړی شوی وو.

خو دا وخت د نوموړي پرضد د ميرانشا په مقدمه کې د پېښور هايکورټ د بنو په رجسټرۍ کې اورېدنه روانه ده او د ضمانت په خواست يې په درېم اکتوبر اورېدنه شوې خو عدالت دغه اورېدنه ځنډولې او بله نېټه يې پکې لا نه ده اعلان کړې.

علي وزیر د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG