لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: سېنېټ کې په پښتونخوا کې د بدامنۍ په پېښو اندېښنه څرګنده کړی شوې


د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې په خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې د ترهګرۍ په زياتېدونکو پېښواندېښنه څرګنده شوې او د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سره د مذاکراتو د احوال غوښتنه شوې ده. دا بحث په داسې حال کې شوی چې په وروستيو کې د کورنيو چارو وزارت د ټي ټي پي لخوا د بريدونو سېوا کېدو د خبرداري اعلامیه خپره کړې ده.

د جماعت اسلامي سره تعلق لرونکي په سېنېټ کې د دفاع د قايمه کمېټۍ غړي مشتاق احمد خان وويل، په سېنېټ کې وخت په وخت په خېبرپښتونخوا کې د بدامنۍ په پېښو پوښتنې راولاړې شوي دي خو د حکومت لخوا ورته کوم مطمين ځواب نه دی ویل شوی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په خپله يې هم په دغه اړه په سېنېټ کې تحريک جمع کړی چې پارليمان دې خبر کړی شي چې په پښتونخوا کې بريدونه روان دي، خلک په هدف کيږي د خلکو نه قلنګ غوښتل کیږي، دوی به غوښتنه کوي چې پارلیمان ته دې ځواب وويل شي چې دا خلک چا راوستي او څنګه راغلي دي.

نوموړي وويل، هغه بيا بيا په پارلیمان کې دا خبره کړې چې د افغانستان سره په پوله ازغن تار ولګول شو پوله سيل شوه، پوځ او اېف سي په ځای شوي دي او د ټي ټي پي سره ډز بندي شوې ده او په مذاکراتو کې د ټي ټي پي قېديان هم پرېښودل شوي دي نو دا دومره خلک بيا څنګه راغله؟ دا ډېر مهم سوال دی او ټول پښتانه دا سوال کوي چې د دې خلکو مخنیوي ولې ونه شو.

هغه زیاته کړه د پښتونخوا خلک نور بدامنۍ ته نه دي تيار، سخت انساني او مالي تاوان ورته اوښتی دی، د هغه په نظر حکومت نااهله دی خلک دې د ترهګرۍ پرضد راپاڅي کلک غږ دې پورته کړي، امنيتي او استخباراتي دې مجبوره کړي چې د ولس په ټېکس چلېدونکی نظام دې خلکو امن ورکړي او هر ډول سازش چې د پښتنو په خاوره کيږي هغه دې ونه زغمل شي.

په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو په اړه خپلواکه څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي چې د تېرې ستمبر په مياشت کې د روان کال د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې رېکارډ شوې وې.

څيړنيزې ادارې ويلي د ستمبر په مياشت کې په ټول هېواد کې 42 ترهګریز بريدونه شوي چې د تېر اګست د میاشتې په پرتله پکې 35 فيصده اضافه شوې ده.

د رپورټ ترمخه په قبایلي ضلعو او خېبر پښتونخوا کې د تشدد په کچه کې 106 فيصدي اضافه شوې ده.

په ياد رپورټ کې ويل شوي د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ په 42 حملو کې د 24 امنیتي اهلکارو په ګډون 40 کسان وژل شوي او ټول 77 کسان پکې ټپيان شوي چې پکې 19 امنیتي اهلکار هم شامل وو.

په رپورټ کې ویل شوي چې د اګست په میاشت کې 31 ترهګریزو حملو کې 37 کسان وژل شوي چې پکې 18 د امنیتي ځواکونو سرتيري هم شامل دي.

د رپورټ ترمخه د تېرې جولاىۍ په مياشت کې په ټولو ترهګريزو بريدونو کې 34 کسان وژل شوي وو.

د عوامي نيشنل ګوند سره تعلق لرونکی د سېنېټ د دفاعي چارو د قايمه کمېټۍ غړی سېنېټر عمر فاروق وايي، د دفاعي چارو د کمېټۍ په وروستۍ غونډه کې په سوات کې د وسله والو او ټي ټي پي په اړه د دفاع د سيکرټري او ټيم نه يې پوښتنه کړې او هغوی ورته ویلي چې په ټولنيزو رسنيو د سوات په اړه څه روان دي حالات داسې نه دي، خو دوی ورته وويل چې دوی په دغه ځواب مطمين نه دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، دوی د دفاع سيکرټري ته ويلي چې دوی به سيمې ته په خپله سفر کوي او خلکو سره به ويني او حالات به معلوموي. ورسره به د وزیرستان او بلوچستان حالات هم ګوري.

د نوموړي په خبره دوی د دفاع د سيکرټري او د هغه د ټيم په ځواب ځکه نه دي مطمين، چې په سوات او نوره پښتونخوا کې خلک د بدامنۍ پرضد نعرې وهي او امن غواړي، دغه رنګ په بلوچستان کې د بدامنۍ پېښې روانې دي او دوی پرې د حکومت نه هم ځواب غوښتی دی.

د ټي ټي پي لخوا د روان کال د مې د میاشتې راهسې ډز بندي روانه ده کومه چې د پاکستان د حکومت سره د خبرو په مهال د نامعلومه وخته پورې غځول شوې ده، د ډز بندۍ په مهال هم د بدامنۍ پېښې کېدې، خو د تيرې ستمبر د میاشتې د دوېمې نېټې څخه ټي ټي پي د بريدونو زمه وارۍ منل پېل کړي او دريځ لري چې په خپله دفاع کې عمليات کوي.

د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ خبرو کې تراوسه پورې کوم ښکاره پرمختګ نه دی شوی څيړونکي وايي ښايي دغه مذاکراتي نور نه وي پاتې خو نه د پاکستان حکومت او نه ټي ټي پي په خپله د مذاکراتو ختمولو په اړه په رسمي ډول څه ويلي دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG