لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عوامي نیشنل پارټي وایي که انتخابات وځنډول شول حکومتي ایتلاف پرېږدي اؤ ټولټاکنې هم نه کوي


عوامي نیشنل پارټۍ د ضمني انتخاباتو دځنډولو په صورت کې دغو انتخاباتو کې دبرخې نه اخستو اؤ مرکز کې د واکمن ایتلاف نه دلارو جدا کولو پرېکړه کړې ده.

دعوامي نیشنل ګوند لخوا یو بیان کې ویل شوي چې خپلې پرېکړې نه یې په رسمي توګه مرکزي حکومت خبر کړی اؤ وایي که داځل هم ضمني ټاکنې وځنډول شوې نو د دوئ ګوند به حکومتي اتحاد نه اوځي.

تر دې وړاندې د پاکستان الېکشن کمېشن په 14 ستمبر اعلان کړی و چې د خېبرپښتونخوا د قومي اسمبلۍ د څلورو حلقو په ګډون په ټولو اته حلقو به ضمني انتخابات په 16 اکتوبر کولی شي خو اوس د کورنيو چارو وزارت الېکشن کمېشن ته ويلي چې د 90 ورځو دپاره باید دا انتخابات نور وروسته کړی شي.

دعوامي نیشنل ګوند وتلي مشر میا افتحار حسین په ټویټر لیکلي دوه ورځې وړاندې دحکومتي ایتلاف غونډه وه چې دټولټاکنو ځنډولو هیڅ ذکر پکې نه ؤ شوی خو دشپې معلومه شوه چې داخله محکمې دټولټاکنو کمیشن ته دټاکنو ځنډولو خواست کړی دی.

له دې وړاندې په اتم ستمبر الېکشن کمېشن د قومي اسمبلۍ په 13 حلقو د ضمني انتخاباتو د ځنډولو ويلي وو او علت يې په ملک کې راغلي سېلابونه او په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې کېدل ياد کړي وو.

په يادو حلقو کې د خېبرپښتونخوا اېن اې 22 مردان 3، اېن اې 24 چارسده 2، اېن اې 31 پېښور5، اېن اې 45 کورم 1، او د پنجاب اېن اې 108 فېصل اباد 8، اېن اې 118 ننکانه 2، او د کراچۍ اېن اې 237 ملير 2 او اېن اې 239 کورنګۍ 1 شامل دي.

اېمل ولي خان د چارسدې نه د حلقې نه امېدوار دی.

د کورنیو چارو وزارت پرون په 7 ستمبر الېکشن کمېشن ته خط ليکلي چې د باوري استخباراتي ادارو خبر دی چې يو سياسي ګوند د 12 نه تر 17 اکتوبر پورې د اسلام اباد نه ګېره اچوي او د هغې دپاره پوځ او پوليس په ځای کولی شي. او بل لور ته پوځ او نورې ادارې د سېلاب ځپلو په مرستو کې بوخت دي ځکه د 90 ورځو دپاره دې انتخابات وروسته کړی شي.

دا خط په داسې حال کې ليکل شوی چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان بيا بيا اسلام اباد ته د لاريون خبره کوي خو نېټه يې تراوسه نه ده اعلان کړې.

الېکشن کمېشن په سمدستي توګه د کورنيو چارو وزارت ته ځواب نه دی ویلی.

په 14م ستمبر الېکشن کمېشن په کراچۍ کې د بلدياتي انتخاباتو نېټه هم اعلان کړې وه چې په 23 اکتوبر به رايې ورکول کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG