لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: پوځ د دوه ترهګرو وژلو دعوه کړې


Pakistan Security forces
Pakistan Security forces

د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پختونخوا په قبایلي ضلعې شمالي وزيرستان کې وسله والو سره په نښته کې د دوو ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده.

د پاکستان پوځ ويلي، د امنیتي ځواکونو او د وسله والو تر مینځه نښته د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې شوې او د ډزو په تبادله کې دوه ترهګر وژل شوي دي.

پوځ پخپل بیان کې دعوی کړې چې د وژل شوو ترهګرو له قبضې څخه وسله او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي.

پوځ د وژل شوو کسانو پیژندګلو نه ده څرګنده کړې خو ویلي یې دي چې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو بریدونو او د ترهګرۍ په نورو پیښو کې ککړ پاتې شوي دي.

د پوځ دا دعوه نورو ازادو سرچینو نه ده تایید کړې.

پوځ په دې نښته کې د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل د میرعلي بوبلي سیمه کې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع استخباراتي عملیاتو او نښته کې د تحریک طالبان پاکستان د شمالي وزیرستان شفیر الله ډلې دوه ترهګر وژل شوي دي.

د هغه په وینا وژل شوي کسانو پیژندګلو معراج او بشیر په نومونو شوې چې د شمالي وزیرستان ځایي اوسیدونکي دي او امنیتي ځواکونو ته د دوی د موجودګۍ کره استخباراتي معلومات ترلاسه شوي وو چې په دې علاقه کې د ترهګرۍ پلان جوړوي.

تحریک طالبان پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي.

دپاکستان امنیتي ځواکونو د اګست په 20مه شمالي وزیرستان کې د وسله والو حافظ ګل بهادر شورا د دوړ مهمو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه .

شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد کال 2014م کې ضرب عضب نومې عملیات کړي چې پکې ددغه سیمې د ترهګرو نه د پاکولو دعوې شوي خو د علاقې خلک وایي تر عملیاتو وروسته پکې حالات ډاډمن نه دي او هره ورځ د ناامنۍ دنورو پیښو ترڅنګ د عامو خلکو هدفي وژنې کیږي.

د ستمبر په 28م د شمالي وزيرستان په میرعلي تحصيل کې د پوځ په کاروان ځانمرګی بريد شوی او 21 پوځيان پکې ژوبل شوي وو.

په سمدستي توګه د دغه بريد زمه واري چا نه وه منلې.

په شمالي وزیرستان کې دا تازه عملیات په داسې کې حال شوي چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې په وروستيو کې دغه ډول بريدونه او د بدامنۍ پېښې کېدل سېوا شوي دي.

اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو په اړه خپلواکه څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي چې د تېرې ستمبر په مياشت کې د روان کال د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې رېکارډ شوې وې.

څيړنيزې ادارې ويلي د ستمبر په مياشت کې په ټول هېواد کې 42 ترهګریز بريدونه رېکارډ شوي چې د تېر اګست د میاشتې په پرتله پکې 35 فيصده اضافه شوې ده.

د رپورټ ترمخه په قبایلي ضلعو او خېبر پښتونخوا کې د تشدد په کچه کې 106 فيصدي اضافه شوې ده.

په ياد رپورټ کې ويل شوي د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ په 42 حملو کې د 24 امنیتي اهلکارو په ګډون 40 کسان وژل شوي او ټول 77 کسان پکې ټپيان شوي چې پکې 19 امنیتي اهلکار هم شامل وو.

د رپورټ ترمخه په رېکارډ کړل شوو بريدونو کې د امنیتي ځواکونو د مرګونو کچه 60 فيصدي ته پورته شوې چې ښايې امنیتي ځواکونه د ترهګرو بنيادي هدف وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG