واشنګټن - د نړیوالو مالي مرستو ادارې ايي اېم ایف مشرې مېرمن کرېسټلینا جارجیوا ویلي د ګران بېعه قرضو زور به اوس چیچل شورو کړي.
دا خبره مېرمن جارجیوا نن په واشنګټن کې د ايي. اېم. اېف او ولډ بېنک د کلنۍ غونډې د پرانستې په وخت کړې ده. دې غونډې ته د ولډ بېنک مشر ډېوېډ مالپاس هم ووېل چې مضبوط ډالر د پرمختلونکو هېوادونو پیسه کمزورې کړې ده او دا کار به د دغو هېوادو د قرض پېټی دروند کړي.
د نړیوالو مالي مرستو دواو لویو ادارو ايی. اېم. اېف او ولډ بېنک د نړیوال اقتصاد د ټيټېدو د خبرداري تر څنګ ویلي چې ګراني، پرمختلو هېوادونو کې د اقتصاد پل ورو تاوېدل، مضبوط ډالر او په امریکا کې د سود د کچې لوړ پاتې کېدل به د پرمختلونکو (پور وړو) هېوادونو د قرض (پور) فشار نور هم زیات کړي.
پاکستان هم د پور وړو هېوادونو په لسټ کې دی او د ايي. اېم. اېف او ولډ بېنک د نني اټکل وړاندې د پاکستان دولتي بېنک هم نن په یو رپوټ کې د لا نورې ګرانۍ او راتلونکې کال د پېدوار کچه د دوه فیصده پورې ښودلې. یاد هېواد د سېلابونو وړاندې، د جون میاشت کې د پېدوار کچه د پینځه فیصده پورې ښودې وه.
د پاکستان ګاونډ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان هم د بېوزله هېوادونو په فهرست کې دی. طالب چارواکو د اقتصاد د اینده په اړه کومې شمېرې ورکړي نه دي خو د ملګرو ملتونو د پرمختیا ادارې تېره اونۍ ویلي وو چې د طالبانو د واک اخستلو وروسته، د افغانستان جایز اقتصاد تر اوسه د پينځو اربو (مېلیارډو) پورې تاوان کړی دی.
د ايي. اېم. اېف د اټکل په حساب داسې تمه کېږي چې د نړۍ په دریو کې یو اقتصاد به روان او راتلونکي کال کې دوه ځله د لاندې تللو سره مخ کېږي او 2026 پورې د نړیوال ټيټ بازار له امله د تاوان کچه نزدې څلور زره اربه (مېليارډه) پورې ښيي.
د ولډ بېنک مشر ډېوېډ مالپاس هم ووېل چې مضبوط ډالر د پرمختلونکو هېوادونو پیسه کمزورې کړې ده او دا کار به د دغو هېوادو د قرض پېټی دروند کړي.
اقتصاد پوهان د دواړو مشرانو خبرداري د پاکستان غوندې هېواد لپاره د اندېښنې وړ ګڼي ځکه چې د ايي. اېم. اېف د اټکل تر مخه پاکستان باندې نزدې 130 اربه ډالره پور دی خو د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي چې د اخستل شوو قرضونو په شرطونو کې د بدلون لپاره خواست نه کوي . نوموړي ویلي داسې کول به د هېواد په اقتصاد اغېز وکړي خو رایټرز خبري اداره وايي په پاکستان د اعتبار کچه کمه شوې ده.
ايي. اېم. اېف وايي د اوکراین جګړې، کرونا وایرس، ګرانۍ او موسمي بدلون د نړۍ اقتصاد په تېرو 80و کالو کې د بل هر وخت زیات د نړۍ اقتصاد ټیټ کړی دی.
ايي. اېم. اېف وايي په ټولنیزو برخو کې پانګې، اقتصاد ډېجېټل کول، او زیات سیمه ایز تجارت ته اړتیا ده. د ادارې تر مخه پکار ده د یو هېواد ښه فصل (لکه غنم، جوار یا نوره غله) بل ګاونډي هېواد ته په اسانه لاړه شي چې د د خوراک د کمي او ګرانۍ مخه ونیول شي.
دا داسې شرطونه دي چې د سیمې (هند، پاکستان، افغانستان) اقتصاد پوهان پرې د پخوا راسې خبرې کوي. او وايي پاکستان باید د هند او افغانستان سره د تجارت لپاره د “خلاصې پولې” پالېسي خپله کړي. پوهان د افغانستان وضعه هم د منځنۍ اېشیا سره د تجارت په لار کې لوی خنډ بولي.
د ايي. اېم. اېف مشرې مېرمن کرېسټلینا جارجیوا دا هم ووېل چې د منځني نه لاندني امدن په فهرست کې د شامل هېوادونه نزدې د 9 اربه ډالرو خسارې سره مخ دي.