لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر علوي: نه يم باوري چې عمران خان د بهرني سازش د لارې لرې کړل شوی


د پاکستان صدر عارف علوي چې تعلق يې د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره دی، ویلي يې دي چې هغه نه دی باوري چې د عمران خان پرضد بهرنی سازش شوی خو هغه شک کوي، او غواړي چې د بهرني سازش يا مراسلې پلټنې وشي.

نوموړي دغه خبره د پاکستان د يو شخصي ټي وي اج نيوز په يو پروګرام کې کړې ده.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکنی وزیراعظم عمران خان چې د عدم اعتماد يا بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، هغه پرله پسې دغه تور تکراروي چې د هغه د حکومت پرضد امریکا سازش کړی او په ملک کې يې اپوزيشن يا مخالفه ګوندونه د دغه سازش برخه جوړ شوي او هغه يې د حکومت نه لرې کړی دی.

امریکې او د پاکستان موجوده حکومت د عمران خان دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

صدر عارف علوي ويلي، هغه په دې باوري دی چې د دغه مراسلې پلټنې پکار دي، هغه په دې باور دی چې سازش نه دی شوی خو شکونه يې شته.

صدر عارف علوي ويلي، چې د نوي پوځي مشر په ټاکنه دې مشوره وکړی شي او هغه غواړي چې د نوي پوځي مشر کومه سمري لېږل کيږي هغه دې د مشورې د عمل پوره کېدو وروسته هغه ته ولېږل شي.

هغه زياته کړې د صدر په توګه هغه بې طرفه دی تحریک انصاف ګوند يې ماضي ده او ښه ماضي يې ورته ویلي دي.

د عمران خان د وزیراعظمۍ څخه لرې کېدو وروسته چې ياد ګوند د قومي اسمبلۍ څخه استعفاګانې ورکړي، دغه پوښتنې ته په ځواب کې هغه ويلي، که د هغه نه مشوره اخستل شوی وی هغه به بدله مشوره ورکړی وی.

نوموړی ويلي ملک د ډېرو مسلو سره مخ دی يواځې يو تن که څومره تکړه وي دا مسلې نه شي حل کولی.

نوموړي د عمران خان لخوا اسلام اباد پله د ممکنه مارچ او پوځ د کردار په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، د پوځ کردار اييني دی او هغه نه ګڼي چې پوځ به کوم غېر اييني کار وکړي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان بيا بیا اعلان کوي چې اسلام اباد پله لاريون کوي خو نېټه يې لا نه ده اعلان کړې.

عمران خان غوښتنه کوي چې نوي انتخابات دې وشي خو حکومت وايي چې انتخابات به په خپل وخت کيږي.

او د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله وايي دې ځل له يې د عمران خان د اسلام اباد د لاريون دپاره پوره انتظامات کړي دي.

[په خبر کې ځينې معلومات د وي او اې اردو څخه اخستل شوي دي]

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG