لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناالله: مرکزي حکومت به د ترهګرۍ په مخنیوي کې د خېبرپښتونخوا مرسته کوي


د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله په مشرۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې مرکزي حکومت به د ترهګرۍ په مخنيوي کې د خېبرپښتونخوا حکومت سره مرسته کوي.

رانا ثناالله تېر د شورو/ چهارشنبې [12 اکتوبر] په ماسخوتن په ټويټر ويلي، د هغه په مشرۍ د امنيت د سټيرنګ کمېټۍ غونډه شوې او په خېبرپښتونخوا او ځانګړي ډول سوات کې د ترهګرو بريدونو جاج پکې اخستل شوی دی.

رانا ثناالله ويلي، "په غونډه کې په متفقه توګه پرېکړه شوې چې مرکزي حکومت ته به د ترهګرۍ په مخنيوي کې د خېبرپښتونخوا د صوبايي حکومت سره مرسته کوي".

نوموړي زیاته کړې چې په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت چې د مرکزي حکومت ضد لانګ مارچ وکړي او په دې خبره سیاست وکړي، د دې په ځای دې د صوبې امنيت يقیني کړي.

هغه دا تور هم لګولی چې په کمېټۍ کې د تحریک انصاف غړو ګډون نه دی کړی باوجود د دې چې رابلل شوي وو، وي او اې ډیوه د تحریک انصاف د غړو د نظر معلومولو هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.

مرکزي حکومت به د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې کوم ډول مرستې کوي په دغه اړه نور تفصيل نه دی ویل شوی. خو په غونډه کې شريک د ملي جمهوري غورځنګ مشر او قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وايي، په غونډه کې په امنيت بحث وشو او وويل شو چې د امنيتي ادارو سره به وينو او د هغې وروسته به بيا يوه تګلاره جوړولی شي او کابینې ته به وړاندې کولی شي.

ياده غونډه په داسې حال کې شوې چې په سوات کې په لسم اکتوبر د سکول په ګاډي وسله وال بريد شوی د ګاډي ډرايور پکې وژل شوی او يو ماشوم پکې ژوبل شوی وو.

د يادې پښې پرضد د وژل شوي ډرايور د جسد سره او بيا د مينګورې په نشاط چوک کې په غټه کچه احتجاجي مظاهره شوې چې پکې د سياسي ګوندونو مشرانو سره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او په ګڼ شمېر کې خلکو ګډون کړی او په سوات کې يې د امن غوښتنه کړې وه.

په سوات کې شخصي سکولونو هم د يادې پښې ضد د يوې ورځې دپاره احتجاجا سکولونه تړلي وو.

له دغې پېښې دوه ورځې وړاندې د [سي ټي ډي] پوليسو لخوا ويل شوي وو، د سي ټي ډي، ځايي پوليسو او امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] دوه مطلوب ترهګر انيس، او علي سيد چې پلار او زوی دي، وژل شوي وو. د سي ټي ډي پوليسو خبر پاڼه په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده.

خو د وژل شوو کسانو کورنۍ دعوه کړې دغه پېښه د پېسو په لېن دېن شوې، د وژل شوو کسانو تعلق د ټي ټي پي سره نه وو، او پرون د وژل شوو کسانو د جسدونو سره يې احتجاج هم کړی دی.

په سوات کې دا تازه پېښې په داسې حال کې شوي چې د اګست د میاشتې راهسې په سوات کې د وسله والو ليدو خبرونه مخې ته راغلي او بيا تيره میاشت په يوه چاودنه کې د امن کمېټۍ مشر ادريس خان سره د اته کسانو وژل شوی او د دغه پېښې په دوېمه ورځ په يوه بله پېښه کې د پخوانۍ امن کمېټۍ غړی وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

په خېبرپښتونخوا او په ځانګړي ډول سوات کې د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدو وروسته په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف په حکومت سختې نيوکې روانې دي او په خصوصي توګه په وزیراعلا محممود خان نيوکې کيږي چې په خپله پلارنۍ علاقه کې يې بدامنۍ زور اخستی او هغه پرې غلی دی.

خو صوبايي حکومت بيا وايي د امن دپاره هڅې کوي خو په دغه لړ کې دې مرکزي حکومت خپل کردار ادا کړي.

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف په حکومتي وزیرانو تورونه لګي چې طالبانو ته قلنګ يا بهتې ورکوي، خو صوبايي حکومت دغه تورونه رد کړي دي. خو د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په خپله منلې چې وزيرانو ته يې ګواښونه کيږي.

د اګست په مياشت کې پوځ هم منلې وه چې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې د افغانستان نه ځینې وسله وال بيرته راغلي او بيا د خېبرپښتونخوا د تحريک انصاف د حکومت يو وزير شوکت يوسفزي هم وي او اې ډیوه سره په خبرو کې منلې وه چې ترهګري په صوبه کې ختمه نه ده خو پوليس او امنيتي ځواکونه يې مخنیوی کوي او حالات په قابو کې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG