لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې نن بيا د امن دپاره احتجاجي مظاهرې اعلان شوي


د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزيرستان، سوات، چارباغ، شانګله الپورۍ او بونير کې نن د جمعې په ورځ [14 اکتوبر] د امن دپاره او ترهګرۍ په ضد د احتجاجي مظاهرو اعلان شوی دی. ويل شوي په کراچۍ کې به هم نن دغه ډول احتجاجي مظاهره کيږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين او نورو ګڼو کسانو په ټولنيزو رسنيو د احتجاجي مظاهرو ويلي دي.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا جنرل سيکرټري سردار حسېن بابک هم په خپله فېس بک پاڼه د خپل ګوند په غړو غږ کړی چې د بونير د امن پاڅون په نوم امن مظاهره کې په ګڼ شمېره کې ګډون وکړي.

ټولنيز فعال شبنم بونيري ويلي، د بونير په سواړۍ کې دغه امن لاريون او غونډه په پښتونخوا او بونیر کې د امن دپاره او بدامنۍ پرضد کيږي. هغه ويلي په ټولو سياسي ګوندونو او د ټولنې په ټولو طبقو په دغه لاريون کې د ګډون غږ شوی ځکه چې دا ولسي پاڅون دی د يو ګوند نه دی.

د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د اګست د مياشتې راهسې د بدامنۍ ضد او امن دپاره احتجاجي مظاهرې پېل شوي دي.

دا وروسته له هغې چې په دير کې د صوبايي اسمبلۍ په يو غړي بريد شوی او بيا په سوات کې د وسله والو ليدو خبرونه مخې ته راغلي او بيا هم په سوات کې د امن کمېټۍ په غړي چاودنه شوې چې پکې د اته کسانو سره وژل شوی او په بله ورځ بيا د امن کمېټۍ يو پخوانی غړی وژل شوی وو. د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

روانه مياشت په سوات کې د يو پلار او زوي د وژنې او بيا په لسم اکتوبر د سکول په ګاډي برید چې پکې د ګاډي ډرايور وژل شوی او يو زده کوونکی ژوبل شوی وو، د دغه پېښې په ضد دوه ورځې وړاندې د نهې/ سه شنبې په ورځ [11 اکتوبر] د سوات مينګورې په نشاط چوک کې يوه غټه احتجاجي مظاهره شوې وه.

په ياده احتحاجي مظاهره کې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو،ولسي تحریکونو،مدني ټولنې او ځایي مشرانو برخه اخستې وه .

احتجاجي مظاهرې ته د عوامي نیشنل ګوند صوبایي مشر اېمل ولی خان، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین، د جماعت اسلامي سینیټر مشتاق احمد خان، پښتونخوا اسمبلۍ کې د اې این پي پارلیماني مشر سردار حسین بابک، افراسیاب خټک، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مختارخان یوسفزي او ګڼو نورو وېناګانې کړې وې.

دغو مشرانو او د سوات ځایي ولس ويلي، چې په هیڅ صورت به نور پښتانه په خپله سیمه کې د ترهګرو مسلط کولو ته غاړه نه ږدي او د ترهګرۍ پرضد به مزاحمت او هر رقم غږ پورته کوي.

په عېن حال کې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف په صوبايي حکومت نيوکې کيږي چې په صوبه کې او په ځانګړي ډول د وزيراعلا محمود خان په پلارنۍ علاقه سوات کې د وسله والو په راښکاره کېدو او بدامنۍ غلي پاتې دي.

مرکزي حکومت په صوبه او صوبه په مرکزي حکومت زمه واري ور اړوي چې د امن په ځای کولو کې دې خپل کردار ولوبوي.

مرکزي حکومت دوه ورځې وړاندې ويلي د صوبايي حکومت سره به د امنيت په لړ کې مرسته کوي.

او پرون د زیارت/پنجشنبې په ورځ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په مردان کې يوې جلسې ته په وېنا کې ویلي، د دوی په حکومت کې ترهګري نه وه او وزيراعلا ته په مخاطب کولو سره يې ويلي، که مرکزي حکومت خپله زمه واري نه سمبالوي نو بيا به صوبه د ترهګرۍ پرضد ودريږي او مقابله به کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG