لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزیر په غېر قانونه بند کې دی که ګرفتار دی؟ د وکيلانو او چارواکو دريځ


Ali Wazir 1
Ali Wazir 1

د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير چې د کال 2020 نه د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی په کراچۍ کې د هغه پرضد جوړو څلورو مقدمو کې ضمانتونه منظور شوي دي. پي ټي اېم دعوه کړې چې علي وزیر اوس په غېر قانونه توګه بند دی خو د کراچۍ د جېل چارواکي وايي هغه په مقدمه کې ګرفتار دی.

علي وزیر په غېر قانونه توګه بند دی، د منظور پشتين دعوه

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په يو ټیويټ کې دعوه کړې چې،

"په علي وزير چې په سيند صوبه کې څومره مقدمې وې په ټولو کې يې ضمانتونه شوي ضمانتي مچلکې جمع شوي او د خوشي کولو د ټولو قانوني تقاضو پوره کېدو 20 ورځې وروسته هم علي خوشی نه شو. د عدالتي ضمانتونو باوجود علي وزير دا وخت د سيند حکومت ماتحت کراچۍ جېل کې په مکمله توګه په حبس بې جا [غېر قانونه بند] کې دی".

په بل ټويټ کې نوموړي ويلي،

"مونږ ته ويل شوي چې علي وزير د ميرانشا پوليسو ته په يوه مقدمه کې پکار دی خو سيشن جج شمالي وزیرستان په خپله فېصله کې ویلي چې علي وزير په ميرانشا مقدمه کې ګرفتار شوی نه دی. د ظلم انتها ده چې علي وزیر نه خو د ميرانشا پوليس ته سپارل کيږي او نه د کراچۍ د جېل نه خوشی کول کیږي".

د جېل چاوراکي وايي علي وزير ګرفتار دی

خو د کراچۍ د مرکزي جېل مشر [سپرنټنډنټ] حسن سهتو وي او اې ډیوه ته وويل، "د عدالت ریمانډ زمونږ سره دی او که دوی ته معلومه وي چې [علي وزير] عدالت ته نه دی پکار نو دوی [پي ټي اېم] بيا هلته د ضمانت دپاره ولي تلي دي".

نوموړي زیاته کړه، "عدالت مونږ ته ليکي چې هغه په دې مقدمه کې پکار دی نو مطلب دا چې هغه ګرفتار دی څو پورې چې د هغه ضمانت نه وي شوی. نو د خېبرپښتونخوا په يوه مقدمه کې د هغه ځای د جج زمونږ سره ریمانډ وارنټ دی نو هغه مونږ بيا څنګه داسې ساتلی شو او هغه بيا يو اېم اېن اې دی يو عام تن خو نه دی".

د شمالي وزیرستان عدالت

په خېبرپښتونخوا کې د علي وزير وکيل شعېب سدوزی وايي، په لاندې عدالت کې د علي وزیر د ضمانت خواست رد شوی دی نو په هغې کې به ګرفتاري وارنټ جاري شوی وي خو په دې کې يوه تکنيکي عمل دا دی چې په کوم وارنټ باندې يې عدالت جېل ته ليږي نو هغه د جېل وارنټ پکې نشته.

نوموړی وايي، د هغه په نظر "دا کار قصدا نه دی شوی"، او زیاته يې کړه "د شمالي وزيرستان په کېس کې يې کارډ ګرفتاري جاري شوی دی خو په دې کې استعاثې دا تکنيکي نکته ساتلې ده".

شعېب سدوزی وايي، په غېر قانونه په جېل کې د ساتلو خبره سمه ده چې دی په سيند صوبه کې په غېر قانونه توګه ساتل کيږي ځکه چې د هغه په سيند صوبه کې په مقدمو کې ضمانتونه شوي اوس پکار وه چې دی د بنو په جېل کې وی ځکه چې کېس د شمالي وزيرستان دی.

عدالتونو پښتونخوا د تلو اجازه نه ده ورکړې

خو د کراچۍ د مرکزي زندان مشر حسن سهتو وايي، "د علي وزير خېبرپښتونخوا ته د بوتلو دپاره نزدې میاشت وړاندې پولیس کراچۍ ته راغلي وو خو دلته عدالتونو علي وزيرته ضمانتونه ورکړي مقدمې يې روانې دي، دغو عدالتونو اجازت نه دی ورکړی چې هغه دې د خېبرپښتونخوا پوليس بوځي".

نوموړي زیاته کړه اوس چې د هلته نه د ضمانت منظوري راشي د هغې وروسته به علي وزير خوشی کولی شي.

پېښور هايکورټ بنو رجسټرۍ کې د ضمانت خواست

د شمالي وزيرستان په میرانشا کې د علي وزير په ضد جوړه مقدمه کې د ضمانت په خواست وروستۍ اورېدنه په [درېم اکتوبر] په بنو کې د پېښور هايکورټ په رجسټرۍ کې شوې خو د وکیل شعېب سدوزۍ په وېنا عدالت د څه قسمه کارروايۍ بغېر اورېدنه ځنډولې وه. او تراوسه پکې د اورېدنې دپاره بله نېټه نه ده ورکړی شوې.

د علي وزير د ضمانت په خواست چې اوس د پېښور هايکورټ په بنو رجسټرۍ کې کومه اورېدنه روانه ده دا مقدمه د نوموړي پرضد د کال 2020 د نومبر په 15 نېټه د شمالي وزيرستان د میرانشا په تاڼه کې درج شوې چې پکې 121، 123، 124 A، 504، 505،506 او لوډ سپيکر اېکټ مادې لګول شوي دي. د وکيلانو په وېنا دا مادې د بغاوت، رياست او رياستي ادارو د سپکاوي او په ضد يې د خلکو راپارولو په تور کې لګول کيږي.

د کراچۍ جېل

علي وزير د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی او په کراچۍ کې پرې څلور مقدمې چلېدلي چې په څلورو واړو کې يې عدالتونو ضمانتونه منظور کړي دي.

علي وزير ته په کراچۍ کې په وروستۍ مقدمه کې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد 12نمبر عدالت په 13 ستمبر د ضمانت منظوري ورکړې وه.

د نوموړی پرضد په کراچۍ کې د مقدمو اورېدنې هم روانې دي او د کال 2020 د دسمبر په مقدمه کې چې نوموړی نيول شوی په دغه مقدمه کې د وکيلانو په خبره وروستي او ختمي دلايل په شپږم اکتوبر پوره شوي او د فېصلې اورولو دپاره پکې 22 اکتوبر نېټه ټاکل شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG