لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزيرستان کې په ډزو د وژل شوي بل تن مړی موندل شوی


دافغانستان پولې ته څېرمه پرتې د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې کوز جنوبي وزيرستان کې دوه ورځې وړاندې د تښتول شوي تن مړى/جسد ترلاسه شوى چې په ډزو ویشتل شوی دی.

په کوز جنوبي وزیرستان کې په دا تیره یوه اونۍ کې دا پینځم تن دی چې په دغه ډول وژل کیږي دا په داسې حال کې چې تیره ورځ په علاقه کې د امن غوښتنې دپاره ګڼو خلکو احتجاجي مظاهره کړې ده.

پولیس دا پیښه تایيدوي او وایي د وژل شوي تن مړی د واڼه بازار نه پینځه کلو میټره لرې سویل لودیځ ډوګ سیمې نه تر لاسه شوی دی.

د واڼه پولیس تاڼې چارواکي وایي د وژل شوي تن پیژندګلو د حفیظ الله په نوم شوې او دوه ورځې وړاندې د واڼه بازار څخه نامالومه کسانو تښتولی وو.

د دوی په وینا مقدمه یې د نامالومه کسانو پرضد درج کړې او د دغه پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

د ضلعې پولیسو مشر عتیق الله دفتر چارواکو وویل دې پیښو وروسته په علاقه کې لټون عملیات پېل کړی شوي چې په دې کې ککړ کسان مالوم کړي او د قانون منګلو ته يې راولي.

هغوي وویل علاقې د امنیت د ټینګښت د پاره اضافي ګامونه اخستل شوي او د خلقو د ځان او مال د تحفظ لپاره به د پولیسو عمليات دوام داره ساتل کیږي او چا ته به د علاقې امن خرابولو اجازه ور نه کړي.

د خېبرپښتونخوا د نورو سيمو په څېر په قبایلي ضلع جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ پیښې سیوا شوي دي.

په 12 اکتوبر جنوبي وزیرستان اعظم ورسک سیمه کې د یو پولیس عسکر په ګډون د دوه تنو مړي موندل شوي وو.

تر دغه پېښې دوه ورځې وړاندې هم د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه بازار کې د یو تجار تر تښتولو وروسته د هغه مړی په داسې حال کې موندل شوی چې تشدد او ډزې پرې شوې وې.

تیره اوونۍ واڼه پریس کلب مخې ته یو تن نا مالومه کسانو په ډزو د وژلو ویل کیږي چې دا تن د افغانستان تیر نظام پرمهال ملي اردو کې افسر وو.

د ناامنۍ د دې پیښو پرضد پښتون ژغورنې غورځنګ پرون د جمعې په ورځ واڼه بازار کې یوه غټه احتحاجي مظاهره کړې چې پکې د بېلابیلو سیاسي ګوندونو،ولسي تحریکونو، مدني ټولنې او ځایي مشرانو برخه اخستې وه.

احتجاجي مظاهرې ته په خپلو ویناګانو کې په جنوبي وزیرستان او پښتونخوا نورو سیمو کې په نزدې ورځو کې د ناامنۍ د پېښو په سختو ټکو کې غندنه وکړه، او وې ويل په هیڅ صورت به نور پښتانه خپله سیمه کې تپل شوې ناامنۍ ته غاړه نه ږدي او د ناامنۍ پرضد به مزاحمت او هر رقم غږ پورته کوي.

په واڼه رستم بازار کې راجوړې شوې د زرګونو خلکو دې غټې احتجاجي مظاهرې ته په سیمه کې د پي ټي ایم فعال فرمان وزیر وویل د ملکي اقتصاد ښه کولو د پاره بیا د دوی خاوره ته نوې ناامني راوړول شو چې له نړۍ څخه پرې ډالرې تر لاسه کړي.

هغه وویل پښتانه پوهه شوي او دغه تپل شوي جنګ پرخلاف به زغرده خپل غږ پورته کوي.

هغه په خپله وینا کې پوښتنه وکړه چا چې په افغانستان کې د جهاد فتوې ورکولې هغه خلک دغلته د پښتنو په وژنه ولې غلي دي.

په عېن حال کې د پېښور کور کمانډر لفټننټ جنرل حسن اظهر حيات د جنوبي وزيرستان سفر کړی او پوځ ویلي سفر په مهال یې له قامي مشرانو سره لیدلي دي.

د پوځ په بیان کې ویل شوي کور کمانډر په سيمه کې د امن په راوستو کې د قبايلو د قربانيو ستاينه وکړه او ډاډ يې ورکړی چې د پاکستان پوځ به د سيمې د خلکو سره هر ډول ممکنه مرسته کوؤ

د جاري کړي بیان ترمخه ملکانو او مشرانو په سيمه کې د امن په بحالۍ او د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د روانو هلو ځلو لپاره د پاکستان پوځ مننه وکړه.

خو د عوامي نیشنل ګوند ځایي مشر نور زمان احتجاجي مظاهره ته وویل د جنګ په دې پالیسۍ اوس ان تر دې چې ماشومان هم پوهه دي.

هغه وویل دا کور کمانډر چې نن دغلته راغلی دوی ته پته ده چې دا څه ته راغلی دغلته یې د جنګ نوې منصوبې رواړي خو د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه دې دا واوري چې قام دپاره اوس په سر تیر شوي یو او د امن خبره به په ډاګه کوو او نوره دا پالیسي د زغملو نه ده چې پښتون پکې وژل کبږي.

د ناامنۍ دې پېښو وروسته په خېبرپښتونخوا صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف په صوبايي حکومت نيوکې کيږي چې په صوبه کې او په ځانګړي ډول د وزيراعلا محمود خان په پلارنۍ علاقه سوات کې د وسله والو په راښکاره کېدو او بدامنۍ غلي پاتې دي.

مرکزي حکومت په صوبه او صوبه په مرکزي حکومت زمه واري ور اړوي چې د امن په ځای کولو کې دې خپل کردار ولوبوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG