لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوبايډن: پاکستان د نړۍ تر ټولو خطرناکو هېوادونو کې دی


د امریکې صدر جوبايډن ویلي، ښايي "پاکستان د نړۍ په خطرناکو هيوادونو کې دی" ځکه چې دغه هيواد "غېر منظمه ايټمي وسلې ولري". خو پاکستان ويلي امریکايي صدر چې د پاکستان په اړه د کومو شکوکو شبهاتو اظهار کړی دی هغه سم نه دی.

د امریکې صدر جوبايډن د پاکستان په اړه دغه څرګندونې د ډېموکرېټک کانګريشنل کمپاېن کمېټۍ ته د وېنا په مهال کړي دي.

د صدر بايډن تفصیلي وېنا چې د سپينې ماڼې په وېب پاڼه پرته ده، پکې صدر بايډن ویلي، "نړۍ په چټکتيا بدليږي" او نوموړي په دغه اړوند تفصيلي خبرې کړي دي.

هغه د امریکا، نېټو، روس او چين په اړه هم خبرې کړي دي.

هغه ويلي، "چا په دې فکر کړی دی چې مونږ به يو داسې حالاتو ته مخامخ کيږو چرته چې به چين په داسې حالاتو کې وي چې د ګاونډي هيوادونو روس، هند او پاکستان سره به یې څه ډول اړيکې وي او هغې ته به بيا کتنه کوي؟".

امريکايي صدر جوبايډن د چين د صدر شي ژين پينګ په اړه ويلي، "چې ده ورسره ليدلي او پرې خبر دی چې هغه څه کول غواړي خو هغه په دغه لړ کې د مشکلاتو سره مخ دی. زه پرې پوهه يم چې د ده سره به څه کوو؟ او په روس چې کې څه روان وي مونږ به ورته هغه په نظر کې ساتو چې هلته څه کيږي؟".

او هغه زیاته کړې، "زه فکر کوم ښايي پاکستان د نړۍ يو تر ټولو خطرناک هېواد دی چې په غېر منظم ډول ايټمي وسلې لري".

د پاکستان د توانايۍ وزیر خرم دستګير نه په يوه خبري غونډه کې د امریکا د صدر د څرګندونو په اړه پوښتنه شوې او هغه يې په ځواب کې ویلي، "د امریکايي صدر شکوک و شبهات غلط دي او زما مالومات د هغه وخت نه دي چې د دفاع وزیر ووم د پاکستان ايټمي وسلې نړیوالو ادارو څو ځله محفوظ ګرځولي دي، او کمانډ او کنټرول سسټم محفوظ دی".

هغه زياته کړه په نړيواله کچه چې څومره تحفظ پکار دی هغه کيږي او د امریکايي صدر بيان بې بنياده دی.

د امریکايي صدر دا بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په وروستیو کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي، "پاکستان د امريکې سره دوستانه، د باور او احترام په بنياد اړيکو ته ودې ورکولو ته لېواله دی، د پاکستان او امریکې اړيکو ته د چين او افغانستان په تناظر کې کتل نه دي پکار، امریکې د مختلفو پروګرامونو او پروژو د لارې په سخت وخت کې د پاکستان مرسته کړې ده".

او په پاکستان کې د امریکې سفير ډونلډ بلوم ویلي وو، "امریکا د پاکستان سره اړيکې مخ په وړاندې بوتلل غواړي، او په وروستيو کې ځينې خلکو د دواړو هېوادونو اړيکو ته د چين او هند د محدوده زايو څخه کتلو هڅه کړې خو دا يو ناسم يا غلط ګڼل کېدونکی تصور دی".

د امریکې سفير او د پاکستان وزيراعظم دغه څرګندونې په [29 ستمبر] په اسلام باد کې د امریکې په سفارتخانه کې د دواړو هېوادونو د 75 کالو د اړيکو د کليزې په لړ کې راجوړې غونډې ته په وېنا کې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG