لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ د ملکي ايټمي اثاثو په خونديتوب اطمينان څرګند کړی


corps commander conference
corps commander conference

د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو په غونډه کې د ملک د ايټمي اثاثو [نيوکلير کمانډ اېنډ کنټرول سسټم] باندې بشپړ اعتماد څرګند کړی شوی دی.

د پاکستان د کور کمانډرانو په غونډه کې د ملک په ايټمي یا جوهري وسلو په خونديتوب اطمينان په داسې حال کې څرګند کړی شوی چې په 15 اکتوبر د امریکې صدر جوبایډن د ډیموکرټيک کانګریشنل کمپین کمیټۍ ته د وینا په مهال ویلي وو‌ چې "د هغه په اند پاکستان د نړۍ د خطرناک ترینو هیوادونو څخه یو دی ځکه چې ایټمي پروګرام یې هم بې ربطه یا بې قاعدې دی".

د صدر بایډن څرګندونو ته په غبرګون کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په یو بیان کې ویلي وو د تېرو څو لسیزې دا ثبوت ورکوي چې پاکستان بې کچه ذمه وار جوهري ریاست دی او د جوهري پروګرام د خوندیتوب نظام یې دکوټلي کنټرول او څار لاندې دی.

د امریکايي صدر د بيان وروسته په دغه موضوع په پاکستان کې بحثونه پېل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ په جنرل هېډ کوارټر راولپنډۍ کې شوې ده.

ايي اېس پي ار ویلي، "په غونډه کې د پاکستان په نيوکلير کمانډ اېنډ کنټرول سټرکچر او د ملک د سټراټیجيکي اثاثو په خوندیتوب اعتماد څرګند کړی شوی دی".

په غونډه کې ويل شوي "چې پاکستان يو زمه واره ايټمي وسلې لرونکی رياست دی او پاکستان د خپل ايټمي پروګرام د ساتنې دپاره ټول اړين ګامونه پورته کړي کوم چې د نړیوال معيار مطابق دي".

پاکستان کې څيړونکي وايي، د امریکايي صدر د بيان نه غټه مسله جوړه کړی شوې خو ورسره دا هم وايي چې دغه بيان څرګندونه کوي چې د پاکستان او امریکا ترمنځ اوس هم کړکيچ شتون لري.

د پاکستان د ايټمي وسلو په اړه ايټمي ساينس پوهه پروېز هود بهايي وي او اې ډيوه ته ويلي، "د تيرو 20، 25 کلونو راهسې پاکستان د ځان سره ايټمي وسلې ساتي".

هغه وويل، "پاکستان دا وسلې څنګه خوندي ساتي؟ اوس دا نظام څنګه دی؟ او تر کومه حده خوندي دی؟ په دې څوک نه وي خبر، او دا هغه راز دی چې هر ايټمي هېواد يې پټ ساتي".

ايي اېس پي ار ويلي، د کور کمانډرانو په پرونۍ غونډه کې د ملک د داخلي او بهرني امنيت سره د پوځي عملیاتو د چمتو والي جاج هم اخستل شوی دی.

[په دې خبر کې ځینې معلومات د وي او اې ډيوه خبريال الياس خان شريک کړي دي].

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG