لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزیر په مقدمه کې فېصله وانه ورل شوه، نېټه پکې بدل شوه


د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير پرضد د کراچۍ په يو عدالت کې روانه مقدمه کې نن د فېصلې ورځ ټاکل شوې وه خو د پي ټي اېم د مشرانو په وېنا په مقدمه کې شامل د دوی دوه ملګري عدالت ته حاضر نه شو ځکه د بلې اورېدنې دپاره پکې 25 اکتوبر نېټه وټاکل شوه.

د پي ټي اېم د کراچۍ مشر نورالله ترين وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، نن د خالي/ شنبې په ورځ [22 اکتوبر] وويل "په ياده مقدمه کې به وړاندې کله جج نه وو او کله به سرکاري وکيل نه وو خو نن په دې مقدمه کې شامل د دوی دوه ملګري نه وو موجود ځکه جج وويل چې فېصله به د ټولو کسانو په موجودګۍ کې اورول کيږي".

ترين او په دغه مقدمه کې د علي وزیر او پي ټي اېم وکیل قادر خان اېډوکېټ دواړو تاييد کړه، چې عدالت د فېصلې دپاره 25 اکتوبر نېټه وټاکله. د ترين په خبره په دې مقدمه کې د علي وزیر په ګډون د پي ټي اېم 12 تنه شامل دي او د 12 واړو سره ضمانتونه پکې شوي دي.

علي وزیر او د پي ټي اېم نورو غړو ته چې په کومه مقدمه کې فېصله اورول کيږي دا هغه مقدمه ده چې د کال 2020 د دسمبر په شپږمه په کراچۍ کې د پي ټي ايم د جلسې وروسته د پي ټي اېم د مشرانو په ضد درج کړی شوې وه علي وزیر په دې مقدمه کې په 16 دسمبر په پېښور کې پوليسو نيولی او درې وروسته بيا کراچۍ ته راوستل شوی وو.

په اووم دسمبر د کراچۍ پوليس د پي ټي اېم جلسې ته په وېنا کوونکو دا مقدمه درج کړې وه چې پکې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، علي وزير او محسن داوړ هم شامل وو.

په مقدمه کې ويل شوي وو چې دوی د رياستي ادارو، پوځ، رېنجرز او پوليس پرضد سپکه، د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه.

په ياده مقدمه کې د پاکستان سپريم کورټ تېر کال د نومبر په مياشت کې علي وزیر ته ضمانت ورکړی خو د دغه مقدمې په مهال په هغه پسې په کراچۍ کې درې نورې مقدمې راویستل شوې چې پکې وخت په وخت د هغه ضمانتونه منظور کړی شوي او په کراچۍ کې ورته په وروستۍ مقدمه کې په 13 ستمبر ضمانت ترلاسه شوی وو.

خو دا وخت د نوموړي پرضد د ميرانشا په مقدمه کې د پېښور هايکورټ د بنو په رجسټرۍ کې اورېدنه روانه ده او د ضمانت په خواست يې په درېم اکتوبر اورېدنه شوې خو عدالت دغه اورېدنه ځنډولې او بله نېټه يې پکې لا نه ده اعلان کړې.

علي وزیر د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG