لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د پوځي ادارې په ګاډي ځانمرګي بريد کې څلور تنه ژوبل شوي، په بل بريد کې پوځي وژل شوی


د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د پوځ په اينجينيرنګ اداره فرنټیر ورکس ارګنازیشن [FWO] په ګاډي ځانمرګd برید شوی چې پکې د ادارې څلور کارکونکي ژوبل شوي. تحریک طالبان پاکستان د دغه برید زمه واري منلې ده.

بل لور ته د پاکستان پوځ ویلي، په شمالي وزیرستان کې د پولې د پورې غاړې (افغانستان) لوري نه د ترهګرو په ډزو کې د پاکستان یو پوځي وژل شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه بيان ته په سمدستي ډول کوم غبرګون نه دی ويلی، خو له دې وړاندې يې دغه ډول دعوې رد کړي دي.

پوځ ویلي، پرون يې په خېبر ضلع کې په عملياتو کې يو ترهګر وژلی وو.

امنيتي چارواکو او پوليسو ويلي، د اتوار/یکشنبې په ورځ د سپین وام تحصیل په مرکزي چوک کې ځانمرګی بريد شوی دی.

د شمالي وزيرستان د پوليس دفتر ويلي دا ځانمرګی بريد وو. چې د پوځ د ایجينيرنګ ادارې فرنټیر ورکس ارګنایزیشن ګاډی پکې په نخښه شوی دی.

د امنیتي چارواکو سرچينې ويلي په برید کې د پوځ ایجينيرنګ کور څلور کارکوونکي ژوبل شوي دي.

د دې پېښې زمه واري تحریک طالبان منلې او میډیا ته جاري کړي بیان کې د ټي ټي پي ویاند محمد خراساني ویلي دا په جعلي مقابلو کې د دوی د تحریک د وژل شوو غړو انتقام دی.

دوه ورځې وړاندې د جمعې په ورځ د پاکستان پوځ په سپین وام سیمه کې د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.

د سپین وام تاڼې پولیسو په وینا د پېښې سمدستي وروسته موقعې ته په ګڼ شمېر کې پوليس لېږل شوي، علاقه په ګېره کې اخستل شوې او د لټون عملیات پېل کړی شوي دي.

سږ کال په شمالي وزیرستان کې دا شپږم ځانمرګي برید دې چې په امنیتي عسکرو کیږي.

لومړی ځانمرګی بريد په 14 مې په ميرعلي کې شوی درې پوځیان او درې ماشومان پکې وژل شوي وو، دوېم ځانمرګی بريد په 29 مې په دوسلي کې شوی دوه عسکر او دوه ماشومان پکې ژوبل شوي وو، درېم ځانمرګی بريد په څلورمه جولايۍ په ميرعلي کې شوی 15 پوځيان پکې ژوبل شوي او څلورم برید د اګست په اتمه میرعلي سیمه کې شوی چې پکې څلور عسکر وژل شوي وو.

ورستی برید د ستمبر په 27 مه میر علي کې د امنیتي عسکرو په کاروان شوې وو چې پکې 21 عسکر ژوبل شوي وو

د دې ځانمرګو بريدونو زمه واري چا هم نه ده منلې.

بل لور ته د پاکستان د پوځ ویانده اداره ایي ایس پي ار وایي شمالي وزیرستان کې د پولې د پورې غاړې (افغانستان) نه دترهګرو په ډزو کې دپاکستان یو پوځي وژل شوی دی.

تيره شپه ناوخته د ایي ایس پي‌ ار په تازه بیان کې ویل شوي چې د افغانستان د خاورې نه د ترهګرو له لوري ترسره شوي دي برید ته د پاکستاني پوځیانو له لوري کوټلی ځواب ویل شوی خو ترهګرو ته د تاوان په اړه یې څه نه دي ویلي.

په 20م ستمبر هم د پاکستان پوځ خپل یو بیان کې ویلي وو په شمالي وزیرستان کې د پولې د پورې غاړې (افغانستان) نه د ترهګرو په ډزو کې دپاکستان یو پوځي وژل شوی دی.

تر دې وړاندې په 15م ستمبر دپاکستان دخارجه دفتر ویاند رسنیو ته ویلي وو د پولې د پورې غاړې نه د حملو معامله یې د افغان حکومت سره راپورته کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان لخوا تل دغه ډول تورونه رد کړی شوي دي، د طالبانو د حکومت نه وړاندې هم پاکستان تل دغه ډول تورونه لګولي، خو افغانستان به ردول.

او افغانستان او امریکې به تورونه لګول چې پاکستان په خپله خاوره هغو ترهګرو ته پناه ورکړې چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان به هم دغه تورونه ردول.

[په دې خبر کې ځینې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي].

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG