د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير سره د ملګرو په لومړۍ مقدمه کې بري شو، دا هغه مقدمه ده چې د کال 2020 د دسمبر په شپږمه په کراچۍ کې د پي ټي ايم د جلسې وروسته د پي ټي اېم د مشرانو په ضد درج کړی شوې وه علي وزیر په دې مقدمه کې په 16 دسمبر په پېښور کې پوليسو نيولی او درې ورځې وروسته بيا کراچۍ ته راوستل شوی وو.
د علي وزير وکيل قادر خان اېډوکېټ نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [25 اکتوبر] وي او اې ډیوه ته تاييد کړه، چې علي وزير د ترهګرۍ ضد 12 نمبرد کال 2020 په مقدمه کې سره د 12 ملګرو بري کړو.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، عدالت په خپله فېصله کې وويل کوم ثبوتونه چې د پراسيکيوشن [سرکاري وکیل] سره وو هغه په معيار پوره نه وو، او عدالت وويل چې ناقصه ثبوتونه وړاندې کړی شوي او اصل ډيوايسونه نه وو پېش کړی شوي او ترجمه هم مشکوکه وه ځکه دوی بري کړی شو.
په ياده مقدمه کې په شپږم اکتوبر دلايل پوره کړی شوي او په 22 اکتوبر پکې د فېصلې اورولو دپاره نېټه ټاکل شوې وه، خو درې ورځې وړاندې د پي ټي اېم دوه غړي عدالت ته نه وو حاضر شوي ځکه ننۍ نېټه پکې ټاکل شوې وه.
علي وزیر سره د پي ټي اېم غړي په داسې حال کې بري کړی شو چې پي ټي اېم وخت په وخت د علي وزير او نورو غړو د خوشي کولو دپاره احتجاجي مظاهرې او په کراچۍ کې پرلت هم کړی وو.
پي ټي اېم د علي وزیر په مقدمه کې په سيند صوبه کې د پيپلز پارتۍ په صوبايي حکومت او په اوسني مرکزي حکومت هم نيوکې کولې، خو صوبايي او مرکزي حکومت په دغه لړ کې دريځ خپل کړی وو چې د هغه مقدمې په عدالتونو کې روانې دي.
دوه ورځې په لاهور کې د عاصمه جهانګير کانفرنس کې هم منظور پشتين د علي وزیر په خوشي کولو خبره کړې وه.
علي وزیر او د پي ټي اېم نورو غړو ته چې په کومه مقدمه کې نن فېصله واورول شوه، دا هغه مقدمه ده چې د کال 2020 د دسمبر په شپږمه په کراچۍ کې د پي ټي ايم د جلسې وروسته د پي ټي اېم د مشرانو په ضد درج کړی شوې وه علي وزیر په دې مقدمه کې په 16 دسمبر په پېښور کې پوليسو نيولی او درې ورځې وروسته بيا کراچۍ ته راوستل شوی وو.
په اووم دسمبر د کراچۍ پوليس د پي ټي اېم جلسې ته په وېنا کوونکو دا مقدمه درج کړې وه چې پکې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، علي وزير او محسن داوړ هم شامل وو.
په مقدمه کې ويل شوي وو چې دوی د رياستي ادارو، پوځ، رېنجرز او پوليس پرضد سپکه، د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه.
په ياده مقدمه کې د پاکستان سپريم کورټ تېر کال د نومبر په مياشت کې علي وزیر ته ضمانت ورکړی خو د دغه مقدمې په مهال په هغه پسې په کراچۍ کې درې نورې مقدمې راویستل شوې چې پکې وخت په وخت د هغه ضمانتونه منظور کړی شوي او په کراچۍ کې ورته په وروستۍ مقدمه کې په 13 ستمبر ضمانت ترلاسه شوی وو.
خو دا وخت د نوموړي پرضد د ميرانشا په مقدمه کې د پېښور هايکورټ د بنو په رجسټرۍ کې اورېدنه روانه ده او د ضمانت په خواست يې په درېم اکتوبر اورېدنه شوې خو عدالت دغه اورېدنه ځنډولې او بله نېټه يې پکې لا نه ده ورکړی شوې.
علي وزیر د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.