لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: په وسله وال بريد کې يو پاکستانی پوځي وژل شوی، درې ژوبل


د افغانستان پولې ته څېرمه پرتې د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان کې په پوځ شوي برید کې يو عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل دي. تحریک طالبان پاکستان يې زمه واري منلې ده.

د پاکستان پوځ په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو د علاقې امنیتي او انتظامي چارواکو دا پېښه تاييد کړې ده. امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه سره په شریکو کړو مالوماتو کې ویلي دا پېښه تیره ورځ د جنوبي وزیرستان سراروغه تحصیل جنته مرکي خېل سیمه کې شوې ده.

د دوی په خبره وسله والو هغه وخت په امنیتي عسکرو برید وکړو چې د علاقې سیکټر کمانډر په مشرۍ امنیتي ځواکونو د علاقې د امنیت جاج اخستو.

سرچینو ویلي برید کې د پاکستاني پوځ يو عسکر لانیس نایک حضرت الله وژل شوی او حوالدار حاجي محمد ، لانس نایک شکیل او لانس نایک فیضان ژوبل شوي دي.

ځایي خلک وایي لومړی چاودنه شوې او د هغې وروسته تر ډېر ساعته جګړه روانه وه.

د دوی په خبره دا سیمه امنیتی عسکرو ايساره کړې او تر پیښې وروسته د هیلي کاپټرو پروازونه ليدل شوي، چې پکې ويل شوي په پېښه کې په هدف شوي عسکر وړل شوي دي.

د علاقې یو مشر او ویلج چیرمېن رحمان الدین وویل دې پېښې وروسته خلک انتهایي د ویرې سره مخ شوي دي. چې دغلته نا امني راوړول شوې ده.

یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل امنیتي ځواکونو په فوري ځواب د ترهګرو برید په شا تمبولی خو په برید کې وسله والو ته د زیان اړولو په اړه يې څه نه دي ويلي.

هغه وویل دا د ترهګرۍ پېښه وه او په علاقه کې د برید کوونکو پرضد د لټون عملیات پېل کړی شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان د برید زمه واري منلې او پوځ ته په غټه کچه د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده. خو ازادو سرچینو دا دعوه نه ده تصدیق کړې.

په دغه سیمه کې د پاکستان پوځ په کال 2009م کې د وسله والو پرضد د راه نجات نومي عملیات کړي او عملیاتو پرمهال دا سیمه د وسله والو څخه پاکه ګرځول شوې. او د عملیاتو له امله بې کوره شوي کډوال بیرته واپس کړی شوي دي.

خو تر عملیاتو وروسته د علاقې خلک وایي حالات پکې د تسلۍ وړ نه دي او په ورستیو کې مسید قام د ناامنۍ پرضد د جرګو لړۍ پېل کړې چې پکې په علاقه کې د ناامنۍ په پېښو اندېښنې څرګندوې او وایي د ناامنۍ د لاسه د علاقې خلک بیا خپلې سیمې په پریښولو مجبور شوي دي.

د مسید قام په دې جرګو کې د امنیت د ټینګښت، د بیا پوځي عملیاتو د مخنیوي او حکومتي عملدارۍ پرځای کولو غوښتنې کیږي.

د سرویکې تحصیل منتخب چيرمېن شاه فېصل غازي وایي د عملیاتو ورسته دوی ته د پرامنه وزیرستان ویل شوي وو خو هغه وايي دغلته هیڅ قسمه حکومتي واک نه لیدل کیږي.

وي او اې ډیوه په دې اړه د ضلعې پولیس مشر عتیق الله سره د رابطې هڅه کړې خو ځواب يې نه دی ترلاسه کړی.

په ورستیو کې پولیس ویلي د علاقې وضعیت په قابو کې دی او د امنیت د ټینګښت د پاره پولیس سره پوځ موجود دی او چاته هم د علاقې د امن د خرابولو اجازه نه ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG