لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزي او د امریکې ځانګړي استازي په ټیلیفون د افغانانو تر منځ پر ملي خبرو ټینګار کړی دی


واشنګټن ـــــ د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ له مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي سره د افغانستان د راتلونکي په اړه د بین الافغاني خبرو پر اړتیا، د دې هیواد د اقتصاد او د نجونو د سکولونو د پرانیستلو په اړه خبرې کړي دي. بل لور ته د افغانستان لپاره د امریکې سفارتکارې کېرین ډیکر په ترکیه کې له افغان ښځینه تاجرانو سره د هغوی پر تجارت خبرې کړې دي.

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د خراب اقتصادي حالت او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د بندو سکولونو په اړه خپله او د افغانانو اندېښنه یو ځل بیا د افغانستان لپاره د امریکې له ځانګړي استازي ټامس ویسټ سره شریکه کړې ده.

ټامس ویسټ د پنجشنې- زیارت په ورځ ناوخته پر خپل ټویټر په څو پرله پسې ټویټونو کې لیکلي چې پرون یې له حامد کرزي سره په ټیلیفون خبرې کړې او دواړو د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغانانو تر منځ د ریښتینو ملي خبرو پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی دی.

د امریکې دغه ځانګړی استازی وایي د طالبانو له خوا د نجونو پر ثانوي تعلیم پرله پسې بندیز افغانستان پر شا بیایي، وایي ده او کرزي پر طالبانو ږغ وکړ چې د نجونو ښوونځي سمدستي بیرته خلاص کړي او هغوی ته د تعلیم اجازه ورکړي.

ټامس ویسټ ویلي په دغو خبرو کې حامد کرزي ورسره د افغانستان د اقتصادي حالت او د ځوانانو د راتلونکي په اړه د هغوی اندېښنې او احساسات شریک کړل. ښاغلی ویسټ وایي‌ نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي، خو وايي د طالبانو حکومت باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي:

"طالبانو ته پکار ده چې د خپلې برخې کار وکړي او د [بشري] مرستو په وېش کې لاسوهنه کمه کړي. داسې حکومت وکړي چې سرمایه کارۍ او د تعلیمیافته او په کار پوه کسانو بیرته ور ستنېدو ته لاره برابره کړي، ځکه چې اوږده لاره یې په مخکې ده."

د څورلسو میاشتو په تېرېدو سره په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا هم هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی. نړیواله ټولنه د طالبانو په رسمیت پيژندلو لپاره د ټول شموله حکومت پر جوړېدو، د ښځو د کار او د نجونو له زدکړو سره سره د هغوی ټولو بشري حقونو ته پر درناوي ټینګار کوي.

مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله فېسبوک او ټوټیر پاڼه لیکلي چې له ښاغلي ټامس ویسټ سره یې په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان د ارامۍ د ټینګښت لپاره د بین الافغاني مذاکراتو پر اړتیا خبرې کړي دي. ښاغلي کرزي لیکلي:

"دواړو لورو د افغانستان د پرمختګ او لوړتیا لپاره د نجونو د متوسطه او لېسه ښوونځیو [مډل او های سکولونو] په ژر تر ژره پرانیستو ټینګار وکړ."

طالبانو د ټامس ویسټ او حامد کرزي تازه خبرو ته په جواب کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ویلي وو چې دوی د بشري مرستو په وېش کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي.

افغانستان ته په ور تلونکو بشري مرستو کې د طالبانو د ممکنه لاسوهنې په اړه د ټامس ویسټ اشارې ته په پام سره مخکې هم بهرنیو مرسته کوونکو ادارو شکایت کړی وو چې طالب چارواکي هڅه کوي مرستې هغو سیمو ته ولېږي چې د دوی ملاتړي پکې ډېر دي او وایي اکثر د مرستو د وېشلو کار هم دوی په لاس کې اخلي.

بل لور ته د افغانستان لپاره د امریکې سفیره کېرین ډیکر- چې یوه اوونۍ مخکې له یو شمېر افغانانو سره د خبرو لپاره ترکیې ته تللې- پرون یې هلته د افغانستان د ښځو د تجارت او صنعت د چېمبر له ځینو غړو سره لیدلي دي.

مېرمن ډیکر نن پر خپل ټویټر لیکلي، په دغو لیدنو کې یې د افغانستان د اقتصادي چېلنجونو او فرصتونو په اړه ډېر معلومات تر لاسه کړي، خو وایي داسې ښکاري چې د هغوی لپاره تر فرصتونو چېلنجونه ډېر دي.

له امریکې سره سره ټوله نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه د افغانستان د اقتصادي حالت او بشري ناورین په اړه زیات اندېښمن دي او د افغانستان لپاره ټاکل شویو استازو یې په وروستیو کې د دې حالت د بدلون لپاره دې هېواد ته پرله پسې سفرونه پیل کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG