لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ار ايس ايف په ايران کې د خبريالانو سره د زور زياتي په سر ملګرو ملتونو ته شکايت کړی


واشنګټن- رپورټرز وېداوټ بارډرز چې په ار ايس ايف پېژندل کيږي د جمعې په ورځ ويلي په ملګرو ملتونو کې يې شکايت جمع کړی چې ايران د خبريالانو خلاف يو اړخيزه چلن کوي، د ازاد پريس مخه نيسي او خبريالان بندي کوي.

د خبريالانو خلاف د ايراني حکومت رويه د هغې وروستو مخې ته راغلې چې د مهسا اميني د مرګ په احتجاج کې په ټول ايران کې مظاهرې روانې دي او خبريالان کوښښ کوي د صورتحال په اړه مهلومات خواره کړي.

په جمع کړل شوي شکايت کې ار ايس ايف ويلي “د ټولو طريقو پوره تفصيل د ملګرو ملتونو دفتر ته ورکړل شوی چې ايران يې د خورېدونکي احتجاج په ترڅ کې په خبريالانو ازميي. يو اړخيزه نيول، غير انساني سلوک، د دفاع حق نه ورکول، وهل ټکول، دړکې او ځورول، بغير د قانوني جواز نه لټول او د هغوی د کار سامان قبضه کول په شکايت کې درج کړل شوي دي”.

ار ايس ايف وايي د ايران د نرواکه ريجيم په ظالمانه سلوک کې ښځينه خبريالانې په سر کې دي چې په نخښه کيږي. ياده اداره وايي د کله نه چې په سېپټمبر کې احتجاج پيل شوی نو ايران په نړۍ کې د ټولو زياتې ښځينه جبريالانې نيولي او بنديانې کړې دي.

د ار ايس ايف د نړيوال ازاد پرېس انډکس د سروی تر مخه ايران د وړاندې نه د خبريالانو په بندي کولو کې د نړۍ په کچه په دريم نمبر و چې په 180 هېوادونو کې په 178م مقام و.

اداره وايي ايراني چارواکو د خبرتيا ورکولو نزدې هره لار تړلې ده او انټرنټ ته لاس رسی يې د نيشت برابر کړی چې خلک د ازاد او باوري معلوماتو نه محرومه کړي.

ار ايس ايف د ايراني حکومت غندنه وکړه چې بهرنۍ ميډيا يې د بندېزونو سره مخ کړې او د ادارې سيکرټري جنرل کرېسټوف ډيلوير ويلي “هره ورځ مونږ وينو چې نوي نوي بندېزونه په ميډيا او خبريالانو لګول کيږي. د روانو بندېزونو لمنه نوره غوړيږي او اوس يې زور د ملک نه بهر ته هم رسي”.

ايران د فرانس، جرمني او برتانيا خبريالانو ته وېزې نه ورکوي، د ميډيا ادارې يې د بندېزونو سره مخ دي او په ايران کې يې اثاثې سرکاري کيږي.

دا نه ده معلومه چې په ايران به د بهرنۍ ميډيا څه اثاثې پاتې وي ځکه چې د کال 2009 نه وروستو يې د يادو هېوادونو ميډيا په ايران کې نه ده پرېښودلې.

ډيلوير ويلي د ازادې ميډيا اوًخبريالانو لاره تړل به د ايران د پاره په نړيواله کچه بدې اغېزې ولري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG