لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د T20 نړيوال جام کې لومړۍ سيالي وګټله خو سيمې فاينل ته رسېدل ورته اوس هم ګران دي


Muhammad Rizwan CRICKET-WC-2022-T20-PAK-NED
Muhammad Rizwan CRICKET-WC-2022-T20-PAK-NED

د T20 نړيوال جام په روانو سياليو کې پاکستان نن خپله لومړۍ سیالي وګټله او د نيدرلېنډ لوبډلې ته يې په شپږو وکټو ماتې ورکړه، له دې وړاندې پاکستانۍ لوبډلې ته د هند او زمبابوی لوبډلو ماتې ورکړې وه.

په ننۍ سیالۍ کې ټاس/ پچه د نيدرلېنډ لوبډلې ګټلې، لومړی بيټنګ يې کړی او په ټاکلو 20 اوورونو کې يې په نهه لوبغاړو سوځېدو 91 رنزونه جوړ کړي وو، په ځواب کې پاکستانۍ لوبډلې ټاکلی هدف په څلورو لوبغاړو سوځېدو په 14م اوور کې پوره کړی دی.

دا چې پاکستان به د T20 نړيوال جام سيمي فاينل ته ورسي که نه؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د کرکټ جرنلسټ فهيم پټېل وايي، که څه هم پاکستان نن نيدر لېنډ ته ماتې ورکړه خو د پاکستان سيمې فاينل ته رسېدل ډېر ګران دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "نن چې د جنوبي افريقې او هند ترمنځ کومه سيالي ده که چرته جنوبي افريقې، هند ته ماتې ورکړه، نو بيا که پاکستان خپلې دواړه سيالۍ وګټي هم، نو سيمې فاينل ته نه شي رسېدی".

هغه زياته کړه، "که نن هند، جنوبي افريقې ته ماتې ورکړه او پاکستان بيا پاتې خپلې دواړه سيالۍ وګټلې، او بيا زمبابوی خپلې سيالۍ وبايللې، بيا امکان شته چې پاکستان مخکې لاړ شي خو هلته ورته هم بيا د رن رېټ مسله جوړېدی شي".

فهيم پټېل وايي، "په ساده ټکو کې که جنوبي افريقه نن سيالي ګټي نو پاکستان به د سيمې فاينل د زغل نه ووځي".

د پاکستان دوه نورې سيالۍ پاتې دي، په يوه سيالۍ کې به د جنوبي افريقې د لوبډلې سره په درېم نومبر، او په شپږم نومبر به د بنګله دېش د لوبډلې سره مخامخ کیږي.

پاکستان د روان T20 نړيوال جام په ګروپ 2 کې شامل دی.

په دې ګروپ کې هند دوه سيالۍ کړي دواړه يې ګټلي او څلور پواینټونه يې ترلاسه کړي دي، بنګله دېش درې سيالۍ کړي دوه يې ګټلي څلور پواينټونه يې ګټلي، جنوبي افريقې په دوه سيالیو کې يوه ګټلې درې پواينټونه يې اخستي، زمبابوی په درېو سياليو کې يوه ګټلې درې پواينټونه يې ترلاسه کړي او پاکستان په درېوسياليو کې يوه ګټلې او تر ټولو کم دوه پواينټونه يې ترلاسه کړي دي.

په ګروپ کې شامل د نيدرلېنډ لوبډلې خپلې درې واړه سيالۍ بايللي او يو پواينټ ورسره نشته.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG