لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کورمې ضمني انتخابات عمران خان ګټلي، غېر سرکاري نتيجه


د خېبرپښتونخوا په کورمه ضلع کې د قومي اسمبلۍ په حلقه اېن اې 45 ترسره شوو ضمني انتخاباتو کې د غېر سرکاري غېر ختمي نتيجو ترمخه زيات ووټونه د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکي وزیراعظم عمران خان اخستي دي او ګټلې يې ده.

د ترلاسه شوو غېر ختمي غېر سرکاري نتيجو ترمخه عمران خان 20748 ووټونه اخستي دي او په دوېم نمبر پسې د جمعيت علمااسلام جميل خان راغلی چاته يې 12718 رايې ترلاسه شوي دي.

د کورمې په پرونو ضمني انتخاباتو کې 16 امېدواران په مېدان کې وو.

د غېر ختمي فارم 47 ترمخه په اېن اې 45 کې ټول رجسټرډ ووټونه 198618 وو او پرون بکې 35516 رايې اچول شوي دي چې د ټولو ووټونو 18.47 فيصده جوړيږي.

چارواکو ویلي په مجموعي توګه ضمني انتخابات په پرامنه ماحول کې ترسره شوي دي.

په کورمه کې په اېن اې 45 ضمني انتخابات په 16م اکتوبر ټاکل شوي وو خو بيا ويل شوي وو چې هلته د امنيت له امله دا انتخابات ځنډول شوي او ننۍ نېټه بيا د رايو اچولو دپاره ورکړی شوې وه.

په ياده حلقه د کال 2018 په انتخاباتو کې د اېم اېم اې څخه منير خان اورکزي کامياب شوی او د هغه د مړينې وروسته بيا دغه څوکۍ خالي شوې او په فرورۍ 2021 کې پرې بيا په ضمني انتخاباتو کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند ملک فخر زمان کامياب شوی وو.

خو فخر زمان چې د قومي اسمبلۍ نه يې استعفا منظور کړی شوې دغه څوکۍ بيا خالي شوې وه.

په 16م اکتوبر ترسره شوو ضمني انتخاباتو کې د قومي اسمبلۍ په اته څوکو کې په شپږو عمران خان کاميابي ترلاسه کړې وه، په دغو حلقو کې د چارسدې، مردان او پېښور حلقې هم شامل وې.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG