لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملاکنډ قامي امن جرګه: نورې امن لښکرې نه جوړو، امن ورکول د ریاست زمه واري ده


د خېبرپښتونخوا په ملاکنډ ډويژن کې د يوې قامي امن جرګې جوړولو پرېکړه شوې او ويل شوي، "چې د ملاکنډ خلک به نورې امن لښکرې نه جوړوي ځکه د جرګې په خبره، یوه دا چې د امن زمه واري د رياست ده، او تيره تجربه ناکامه شوې د امن په نوم جوړو لښکرو زیاتره مشران وژل شوي دي".

د کوز دير په چکدره کې د خالي/ شنبې په ورځ [29 اکتوبر] د قامي جرګې جوړولو دپاره د شوې غونډې په اړه د دير قومي ولسي پاڅون سرپرست ملک جهان عالم وي او اې ډیوه ته وویل، "د ملاکنډ ډويژن په سر د يوې قامي جرګې ضرورت محسوس کړی شو ځکه چې په دې وروستيو کې ځانله ځانله د ضلعو په کچه قامي پاڅونونه جوړ شو، خلک د امن دپاره راپاڅېدل، نو چې دوی ټول يو شي غږ به يې نور پياوړی شي".

هغه وويل په دغه جرګه کې د ملاکنډ ډويژن د باجوړ، بر او کوز دير، چترال، ملاکنډ، بونير، سوات او شانګلې نه قومي او سياسي مشرانو، زده کوونکو، وکيلانو، ټرېډ يونينز او جرنلسټانو سره د ټولنې د ټولو طبقو سره تعلق لرونکو ګډون وکړو.

د ملک جهان عالم په خبره، د دې غونډې مقصد دا وو چې یوه قامي جرګه جوړه شي او جوړه شوه، د دې دپاره چې د ټول ملاکنډ ډويژن ټولو ولسي پاڅونونه يو کړی شي او يوه قامي امن جرګه دې ترې جوړه شي.

هغه وويل، "په غونډه کې دا پرېکړه وشوه چې د دې نه وروسته د ملاکنډ ډويژن په يو ګوټ کې هم بدامني کيږي نو د ټول ملاکنډ ډويژن ولس به په يو ځای پاڅي ضلع به يواځې نه وي".

هغه زیاته کړه، "پرېکړه وشوه چې نور به امن لښکرې نه جوړول کيږي ځکه په تير وخت کې د امن په نوم جوړو لښکر مشران په بېلابيلو ډولونو وژل شوي دي، او د پاکستان د ايين لاندې امن ورکول د رياست زمه واري ده او رياست دې خپله زمه واري پوره کړي".

د یادې غونډې په اعلاميه کې ویل شوي ډېر زر به د ملاکنډ قامي امن جرګې غونډه راجوړه شي او د ټولو په استازيتوب به پکې د جرګې رسمي تنظیم جوړ شي.

په دير کې دا غونډه او د ملاکنډ قامي امن جرګې پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د تیرو څو مياشتو راهسې د ملاکنډ ډويژن په بېلابيلو ضلعو کې د بدامنۍ پېښې شوي چې پکې په ځانګړي ډول سوات کې د وسله والو ښکاره کېدو، بمي چاودنه او هدفي پېښو سره د قلنګ غوښتو خبرونه مخې ته راغلي دي.

د يادو پېښو وروسته د ملاکنډ په بېلابيلو ضلعو په ځانګړي ډول سوات، دير، بونيراو شانګله کې بيا د امن دپاره پاڅونونه اعلان شوي او احتجاجي مظاهرې شوي دي.

په وروستيو کې په سوات او ملاکنډ کې د امن دپاره د سرکاري چارواکو جرګې هم راجوړې شوي خو ملک جهان عالم وايي په دغو جرګو کې قامي مشران او د ترهګرۍ نه اغېزمن شوي ځايي مشران نه دي بلل شوي ځکه دوی ګڼي چې د ملاکنډ دپاره که په هره کچه کومه خبره کيږي بايد ځايي قامي او سياسي مشران او ټول پکې ګډون لري.

د نوموړي نه مو پوښتنه وکړه، د ملاکنډ قومي امن جرګه به د صوبې نورو برخو ته غځوئ، هلته به د قامي امن جرګو جوړولو دپاره ګام پورته کوئ؟، په ځواب کې هغه وويل، ولس به په خپله پاڅي په نورو سيمو کې به خلک رايو کيږي او د امن دپاره به بيا ټول په يو تار پويل کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG