لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند، بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره د پاکستان سیمې فاينل ته رسېدو مشکل نور سېوا کړی


دT20 کرکټ د نړيوال جام د سپر 12 پړاو روان دی او تيره شپه هند، بنګله دېش ته د سختې مقابلې وروسته ماتې ورکړې ده، د هند لوبډلې په دغه سیالۍ ګټلو سره په ګروپ 2 کې خپل ځای نور مضوط کړی خو د پاکستانۍ لوبډلې سيمې فاينل ته تلو مشکلات ورسره سېوا شوي دي.

پاکستانۍ لوبډلې په ګروپ 2 کې تراوسه پورې درې سيالۍ کړي يوه يې ګټله او دوه يې بايللي دي، يواځې دوه پواينټونه ورسره دي، او نن يې د جنوبي افريقې سره مقابله ده.

د کرکټ د پو هانو په وينا د پاکستانۍ لوبډلې دپاره ننۍ سیالي ډېره مهمه ده که نن سيالي بايلي نو سيمې فاينل ته د رسېدو د زغل نه بهر کيږي خو ګټه ترلاسه کوي نو راتلونکې سيالي ورته ګټل هم ضروري کيږي.

په ګروپ 2 کې شاملو لوبډلو کې جنوبي افريقې درې سيالۍ کړي او دوه يې ګټلي دي او درېمه سیالي چې د زمبابوی سره شوې بې د کومې نتيجې ختمه شوې خو پينځه پواينټونه ورسره دي.

او هند څلور سيالۍ کړي، درې يې ګټلي او په يوه کې يې ماتې خوړلې ده خو بيا هم په ګروپ 2 کې تر ټولو زيات شپږ پواينټونه ورسره دي.

په ياد ګروپ کې بنګله دېش څلور سيالۍ کړي دوه يې ګټلي دوه يې بايللي څلور پواينټونه یې ترلاسه کړي او نيدر لېنډ په څلورو سياليو کې يوه ګټلې او درې يې بايللي دي.

د کرکټ د پوهانو په خبره پاکستان ته پاتې دواړو سيالۍ ډېرې مهمې دي که نن د زیارت په ورځ جنوبي افريقې ته ماتې ورکړي او بیا بنګله دېش ته په ډېرو رنزونو ماتې ورکوي نو شپږ پواينټونه ترلاسه کولی شي خو که د بنګله دېش نه هم ماتې خورې نو بيا هم د مخکې تلو نه پاتې کيږي.

ويل کيږي د پاکستانۍ لوبډلې دپاره پاتې دواړو سيالۍ ګټل ډېر مهم دي.

د پاکستان او بنګله دېش لوبډلو دپاره يو بل مشکل د هند او زمبابوی د لوبډلو ترمنځ وروستۍ سيالي هم جوړولی شي که دغه سيالي هند ګټي نو د جنوبي افريقې سره سيمې فاينل ته رسي خو که ياده سیالي د باران ښکار کيږي څنګه وړاندې هم د بارانونو له امله ځینې سيالۍ نه دي شوي يا په نيمه کې پاتې شوي، نو بيا پاکستان او بنګله دېش دواړه لوبډلې سيمې فاينل ته د رسېدو نه پاتې کيږي.

د پاکستان او جنوبي افريقې سيالي نن د زيارت/ پنجنشپې په ورځ د پاکستان په وخت ماسپښين په يوه بجه ټاکل شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG