لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صومالي: د مذهبي چارو وزارت دیني عالمانو ته ویلي چې الشباب ډله دې "منحرفه فرقه" وبلي


واشنګټن - د صومالي د مذهبي چارو وزارت یو بیان جاري کړی او ټول دیني عالمان یې د الشباب ډلې سره د کوم رنګه تعلق ساتلو یا لېن دېن نه منعه کړي او ویلي یې دي چې الشباب ډله باید "منحرفه فرقه" وبلل شي.

صومالي د تېرو څو کلونو راهیسي د امنیتي خطرو سره لاس او ګرېوان ده، او د الشباب سختدریځه ډله ورته تر ټولو لوی خطر ګڼل کیږي.

د صومالي حکومت د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د هغه هېواد سپېشل فورس عسکرو د صومالي په جنوبي سیمه، شابلي کې عملیات کړي، د الشباب ډلې یوویشت (۲۱) تندلاري یې وژلي او لس نور یې زخمیان کړي دي.

د صومالي د اطلاعاتو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د استخباراتو او امنیت قامي ادارې سپېشل فورس عسکرو، د الشباب تندلارې ډلې په ضد چې د القاعده ډلې سره تعلق لري، تازه عملیات ترسره کړي دي.

د بیان ترمخه، دغه عملیات پس د هغه وشول چې د صومالي استخباراتو ته پټ خبر ورغی چې الشباب ډله غواړي خلکو ته "د نقصان رسولو" په مقصد د حملو منصوبه بندي وکړي.

د استخباراتي ځواکونو عملیات د شابلي په جنوب کې د ګالکه سلیماو په کلي کې ترسره شوي دي.

حکومت دا نده واضحه کړې چې دا عملیات، هوایي بریدونه و او که ځمکني بریدونه. د حکومت په بیان کې راغلي دي: "دا عملیات د پلان په بنیاد ترسره شول او ټول هغه تندلاري چې هلته یې د صومالي د خلکو په خلاف سازش کاوه، هغه په کې له منځه ولاړل."

په حکومتي بیان کې دا هم ویلی شوي چې په څلورو ورځو کې، د الشباب ډلې دوه سوه (۲۰۰) تندلاري وژلی شوي دي. وایس اف امریکه د دې شمېرو تصدیق نشي کولی.

دا تازه عملیات پس د هغه وشول چې یوه ورځ وړاندې تر هغه، یو ځانمرګي برید کوونکي د صومالي سرښار موګادېشو یو تعلیمي پوځي مرکز سره نږدې ځان ته چاودنه ورکړه او څو کسان یې ووژل. د دې برید ذمه واري الشباب ډلې په غاړه واخېسته او دعوه یې وکړه چې ګني یو سل و پنځه (۱۰۵) عسکر یې په کې وژلي دي.

پوځي ذرائعو وایس اف امریکه ته د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې په هغه حمله کې پنځلس (۱۵) نوي برتي شوي کسان ووژل شول.

د هغه وخت راهیسي چې صدر حسن شیخ محمود په صومالي کې واک اختیار ترلاسه کړی، د الشباب په ضد حکومتي عملیات هم تېز شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG