لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان بیا د لانګ مارچ پېل کولو اعلان کړی


د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان ويلي، د نهې/ سه شنبې د ورځې [8نومبر] نه لانګ مارچ بيا پېل کوي او هغه به په خپله د پېنډۍ نه مخکې د لانګ مارچ مشري کوي.

د زیارت په ورځ درېم نومبر د پنجاب په وزیراباد سيمه کې د پاکستان تحریک انصاف د لانګ مارچ په کنټېنر چې عمران خان پرې د ګڼو کسانو سره سپور وو، ډزې شوې عمران خان او څو کسان پکې ژوبل شوي او په دغه مهال ډزو کې يو تن وژل شوی وو.

د يادې پېښې وروسته عمران خان روغتون ته منتقل کړی شوی او هغه بيا ویلي وو چې ښه شي بيرته به لانګ مارچ پېلوي.

خو عمران خان د روغتون نه کور منتقل کړی شوی او پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ يې ویلي په پنجاب کې يې حکومت دی خو د پېښې ابتدايي اطلاعي رپورټ نه دی درج شوی.

هغه د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د پېښې د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن جوړولو هر کلی کړی خو ويلي يې دي په هغه درې کسانو حمله کړې چې دغه کسان په څوکو ناست وي د پېښې پلټنې څنګه کېدی شي؟ هغه بيا تکرار کړې چې دغه درې واړه کسان دې د خپلو څوکو څخه استعفا ورکړي.

عمران خان د زیارت د ورځې په هغه د شوي برید پړه په وزیراعظم شهباز شریف، د کورنو چارو وزیر رانا ثنا الله او د پاکستان د پوځ په یو لوړ افسر مېجر جنرل فېصل نصیر اچولې، خو په دغې اړه یې کوم ثبوت نه وو وړاندې کړی.

د پاکستان پوځ د عمران خان تورونه په کلکه رد کړي او حکومت ته يې خواست کړی چې د دغه معاملې پلټنې دې وکړي او کوم خلک چې په پوځ بې بنیاده تورونه لګوي او یا یې بدناموي، د هغوي پرضد دې ګامونه پورته کړی شي.

وزيراعظم شهباز شريف د تحريک انصاف ګوند په مشر عمران خان د شوي بريد او د عمران خان لخوا د لګول شوو تورونو د پلټنو لپاره د سپريم کورټ د مشر قاضي نه د فل کورټ کميشن جوړولو غوښتنه کړې ده.

شهباز شريف ويلي که عمران خان په هغه شوي بريد کې دده (شهباز شريف) د موجوديت په اړه ثبوت وړاندې کړو نو دى به نه يوازې دا چې خپله څوکۍ پريږدي بلکې د سياست نه به هم دتل لپاره لاس واخلي.

کې شهباز شريف دعمران خان تورونه په سختۍ سره رد کړل او هغه يې دروغژن بللی دی.

عمران خان په 28 اکتوبر د لاهور نه اسلام اباد ته لانګ مارچ پېل کړی او د حقیقي ازادۍ مارچ نوم يې ورته ورکړی چې د دغه لارې د انتخاباتو نېټه ترلاسه کول غواړي چې حکومت دې د انتخاباتو نېټه اعلان کړي خو حکومت ويلي وو انتخابات به په خپله نېټه کيږي.

د مسلم ليګ ن مشر نواز شريف ويلي وو عمران خان د دغه لانګ مارچ د لارې د خپلې خوښې پوځي مشر ټاکل غواړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG