لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر: جمرود کې د مطلوبه ترهګر د وژلو دعوه شوې، په عملياتو کې يو پوځي هم وژل شوی


د پېښور پوليسو ويلي، د خېبرپولیسو، سي ټي ډي، او پوځ د استخباراتو په اساس عمليات کړي، يو ترهګر يې وژلی او يو بل يې په ژوبل حالت کې نيولی دی. او د خېبر ضلعې پولیس مشر ويلي په عملياتو کې يو بوځي وژل شوی او بل ژوبل شوی هم دی.

سي ټي ډي پوليس ویلي، پرون سهار په عملياتو کې د خېبر په جمرود علاقه کې مطلوبه ترهګر کمانډر لياقت علي عرف شاهين وژل شوی دی. د راپورونو ترمخه دغه عملیات تر څو ساعتونو روان وو.

د پېښور پوليسو ويلي، په تورنو ملزمانو د هدفي وژنو، قلنګ اخستو، او ترهګرۍ ضد سي ټي ډي څو مقدمې درج وې. او د دوی د ولکې نه په غټه کچه وسله ترلاسه کړی شوې ده.

د خېبرپولیسو د عملياتو په اړه په فېس بک پاڼه تفصيل خپور کړی چې پکې ويل شوي د موقعې څخه دوه تنه نيول شوي چې پکې يو ژوبل دی.

د راپورونو ترمخه سي ټي ډي لومړی ويلي وو چې د وژل شوي لياقت تعلق د داعش سره دی خو بيا تحریک طالبان ويلي چې د هغه تعلق د ټي ټي پي سره وو.

د خېبر پوليسو ويلي، د جمرود په غړيزه علاقه کې چې په عملياتو کې کوم ترهګر وژل شوی، هغه د هدفي وژنو سره په پوليس او پوځي پوستو بريدونو کې هم ککړ وو.

د پاکستان پوځ وخت په وخت دعوې کړي چې په سيمه کې يې د ترهګرو پرضد کوټلي عمليات کړي او بيا به ترهګر فعاليتونه پرې نه ږدي. خو دغلته بيا هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې کيږي.

خېبرپښتونخوا کې د بدامنۍ ضد او امن دپاره احتجاجونو په څېر په وروستيو کې په خېبر کې هم دغه ډول لاريونونه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG