لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتين: د پنجاب په قصد کې دې د پښتونخوا حکومت د پي ټي ایم ضد جوړې مقدمې ختمې کړي


د خېبرپښتونخوا د خېبرضلعې په باړه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] د غونډې په وينا والو د مقدمې په غبرګون کې منظور پښتين وايي، "په پنجاب کې عمران خان د خپلې مرضۍ اېف ايي ار کول غوښتل حکومت هم د دوی وو خو نه وشو، نو ما ويل که دوی وايي چې بد ورسره روان دي نو دوی دې بیا ښه وکړي او په مثبت انداز دې په خېبرپښتونخوا کې د پي ټي اېم په پرامنه جلسو جوړې مقدمې بيرته واخلي".

د باړې په تاڼه کې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد د جوړې مقدمې کاپي چې منظور پشتين په خپله په ټويټر خپره کړې، په مقدمه کې تور لګول شوی چې "د غونډې د 1000 نه 1200 پورې ګډونوالو ته اته [8] تنه وينا کوونکو د پاکستان د سيکیورټي فورسز پرضد خلک راپارولي او د بغاوت ترغيب يې ورکړی دی".

خو د پي ټي اېم مشر منظور پښتين وي او اې ډيوه ته وویل، "مونږ خو امن ته خلک راپارولي دي، او د امن دپاره خلک مزاحمت وکړي".

هغه زياته کړه،که د دوی پرضد هر ځای مقدمې کيږي دوی به خپل تحریک جاري ساتي او مبارزه به يې دوام لري. هغه وويل په دوی به مقدمې درج کيږي خو دوی به د مقدمو پروا نه کوي او خپله مبارزه به جاري ساتي.

د پي ټي اېم مشر په پنجاب کې د عمران خان په خوښه د مقدمې نه درج کېدو خبره په داسې حال کې کړې چې په [درېم نومبر] د پنجاب صوبې په وزيراباد سيمه کې د تحریک انصاف په لانګ مارچ ډزو کې عمران خان سره د څو کسانو ژوبل شوی، او هغه بيا د ډزو تور "په وزیراعظم شهباز شریف، د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله او پوځ په يو لوړ پوړي افسرمېجر جنرل فېصل نصیر لګولی"، خو پوځ او حکومت د عمران خان دغه تور په کلکه رد کړی وو.

عمران خان د ډزو د مقدمې په اړه ويلي وو چې د يادو درېو کسانو پرضد دې درج شي خو د پرونه پورې چې دغه مقدمه نه وه درج شوې او پرون د سپريم کورټ د حکم وروسته بيا د شپې ناوخته د پولیس افسر [سب انسپکټر] عامر شهزاد په مدعيت کې مقدمه درج شوې، يواځې د وژنې او ترهګرۍ ضد مادې پکې شامل کړی شوي دي.

په مقدمه کې ويل شوي چې "په کنټېنر د کيڼ اړخ نه ډزې شوي او ډزې نامعلومه تن چې بيا معلوم شوی نويد نوميږي، هغه کړي دي او نيول شوی دی".

ويل شوي "نويد په تماچه ډزې کړي يو تن معظم ګوندل پکې وژل شوي، عمران خان او د هغه سره 11 تنه نور چې پکې ځينې معلوم او څه نامعلوم دي ژوبل شوي دي".

د يادې مقدمې په غبرګون کې د تحریک انصاف ګوند يو مشر فواد چودري ويلي، "د وزیراباد د پېښې مقدمه درج نه کړی شوه ځکه چې په ملک کې قانون سرلوړی نه دی، طاقتوره ډلې د ملک سياست او عدالتي نظام يرغمال کړی دی ځکه چې نریندرا مودي [د هند وزيراعظم] د پاکستان دپاره وایي چې نه يو پوی چې خبره د چا سره کول دي".

منظور پښتين په 24 اکتوبر په لاهور کې د عاصمه جهانګير کانفرنس ته وينا کړې او هلته پرې هم مقدمه درج شوې وه.

د دغه مقدمې درج کېدو وروسته په ټولنيزو رسنيو پوښتنې راولاړې شوې وې چې منظور پښتين د پوځي افسرانو نومونه نه وو اخستي مقدمه پرې درج کړی شوې خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې د پوځي افسرانو نومونه اخستي د هغه پرضد مقدمه ولې نه درج کيږي.

خو بيا د عوامي نينشل ګوند د خېبرپپښتونخوا مشر اېمل ولي خان په يو ټويټ کې ويلي، "په پاکستان کې ډوميسايل اهميت لري".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG