لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: د پوليسو په تاڼه بريد کې دوه پوليس وژل شوي


د خېبرپښتونخوا په کوزه جنوبي وزیرستان ضلع کې د پولیسو په يوه تاڼه وسله وال بريد شوی چې پکې دوه پوليس اهلکار وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.

د کوز جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر [ډي پي او] دفتر نن د شورو/ چهارشنبې [نهم نومبر] په سهار وي اواې ډیوه ته تاييد کړه چې د شپې ناوخته په يوه بجه د واڼه ډويژن په رغزۍ تاڼه نامعلومه وسله والو دا بريد کړی دی.

د دفتر يو چارواکي وويل، په بريد کې دوه پولیس اهلکار چې حميد او فرمان نوميږي، وژل شوي او ځينې نور ژوبل دي خو د اوښتي تاوان په اړه ورته نور تفصيل لا نه دی ترلاسه شوی.

هغه زياته کړه د پېښې سمدست وروسته پولیس لوړ پوړي چارواکي، نوره اضافي نفري او پوځي عسکر موقعې ته رسېدلي دي.

د دې خبر خپرېدو پورې د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې درې ورځې وړاندې امنيتي سرچينو ويلي وو د کوز جنوبي وزیرستان د بېرمل تحصيل په کاريز کوټ سيمه کې د ترهګرو سره نښته شوې او یو ترهګر پکې وژل شوی او دوه نور پکې نيول شوي وو.

تحریک طالبان پاکستان په دغه نښته کې د خپل یو طالب جنګیالي نیاز وژنه تایید کړې او د ډزو په پېښه کې يې امنیتي عسکرو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې وه.

د جنوبي وزیرستان نه په وروستيو کې د خلکو تښتولو او هدفي وژنو د پېښو کېدو خبرونه مخې ته راتلل سېوا شوي دي.

په څلورم نومبر د جمعې په ورځ په سیمه کې د بدامنۍ پرضد پښتون ژغورنې غورځنګ په اعظم ورسک علاقه کې يوه ولسي غونډه کړې وه.

خو د ضلعي پولیسو مشر عتیق الله له دغې يوه ورځ وړاندې وي او اې ډیوه ته ویلي وو د علاقې امنیت په قابو کې دى دغلته د خلکو د تحفظ پاره پولیس او نور امنیتي ځواکونه موجود دي او د ضلعې د نورو سیمو ترڅنګ په اعظم ورسک کې ګشتونه کوي.

هغه ویلي وو داسې د بدامنۍ پېښې د هیواد په نورو سیمو کې هم کیږي خو دغلته ځينې عناصر داسې قسمه پېښې مبالغه کوي.

د پاکستان پوځ د وړاندې نه د افغانستان پولې ته جوختو پرتو جنوبي او شمالي وزیرستان ضلعو کې عملیات کړي او دعوې کوي چې د عملیاتو په پایله کې يې د منظمې ترهګرۍ نوغی ویستی دی، په يادو علاقو کې بيا هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG